افغان ولسمشر محمد اشرف غني د واشنګټین لخوا د مرستو کملو په غبرګون کي ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړ، چي د امریکا د مرستو بندیز به پر افغانستان هیڅ راز تاثیر ونلري.
ولسمشر محمد اشرف غني نن ماپښين ملت ته په خپله وینا کي د دې ترڅنګ د داکټر عبدالله عبدالله سره د وروستیو ټاکنیزو جنجالونو په اړه وویل، چي عبدالله عبدالله ورڅخه په یوه شپه کي د اساسي قانون د تغیر غوښتنه کوله.
هغه وویل، چي د فرد او ډلي په غوښتنه د اساسي قانون تغیر زما نه بلکي د لویې جرګي صلاحیت دئ.
ډاکټر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کي وویل، چي ډاکټر عبدالله عبدالله ته ئې د سولي په پروسه کي اساسي نقش او د ټیم ملګرو ته ئې په کابینه کي رول ورکاوه، خو عبدالله د اساسي قانون پر تغیر ټینګار کاوه.
اشرف غني په خپلو خبرو کي دا هم وویل، هیوادوال دي باوري اوسي، چي سمتي او ګروپي حکومتونه په افغانستان کي ناکام دي.
اشرف غني په وروستیو کي پر طالبانو هم ږغ وکړ، چي د کرونا ویروس مخنیوي په موخه دي اوربند ته غاړه کېږدي.