
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په کویټه کې پر شعیه هزاره ګانو برید داعش کړی او په وینا یې د دوی د استخباراتي ادارو معلومات دا دي چې هند د داعش ډلې ملاتړ کوي.
د پاکستان لومړي وزیر په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، وروسته تر هغه چې بهرني قدرتونه له افغانستان ووتل، په سیمه کې پاتې شوې وسلهوالې ډلې پاکستان ته په ځانګړې توګه د شعیه هزاره ګانو په نښه کولو سره ډېر زیات زیانونه اړولې دي.
نوموړي دغه راز ویلي، د دوی د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ دا برید داعش د هند په مرسته کړی دی او په خبره یې هندوستان په سیمه کې د داعش ډلې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ډېورنډ فرضي کرښې ها خوا د کویټې په سیمه کې داعش ډلې د ډبرو سکرو پر یوه کان برید وکړ چې هلته یې ۱۱ هزاره ګان ووژل چې له ډلې یې ۷ تنه افغانان وو.
د هغوی تر وژلو وروسته د یادو هزاره ګانو کورنیو د اعتراض په موخه خپلې جنازې خاوري ته نه سپارلې او غوښتنه یې کوله چې لومړی وزیر عمران دې ژر تر ژره راشي او دوی ته دي د دې جنایت په اړه وضاحت ورکړي او غوښتنې دې واوري.