ليکنه: مدثر دعوت
پرون د افغانستان کريکټ بورډ د غوراوي کميټې د ويسټ انډيز په وړاندي راتلونکو يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو لپاره سکواډونه اعلان کړه.
د سکواډونو د اعلان سره سم ډيريو افغانانو د کريکټ بورډ له لوري اعلان سوي لوبډلو باندي نيوکي وکړې.
د دوی په نظر کريکټ بورډ هماغه پخواني لوبغاړي ياهم په دواړو سکواډونو کي خپلويو او انډيواليو ته لومړيتوب ورکړل سوی.
پداسي حال کي چي د شپږيزي غوره توپ اچوونکی او غوره توپوهونکی ندي اخیستل سوی او نه هم د منير کاکړ انتظار پایته ورسيدی.
د افغانستان د کريکټ بورډ پخواني رئيس عزيز الله فضلي هم د کريکټ بورډ وروستي سکواډونه د څو مواردو په ذکر کولو وغندله او کريکټ بورډ يې په سمتي او عقدوي چلن تورن کړ.
عزيزالله فضلي پر خپلي رسمي فيسبوک پاڼي ليکي:
((ګرانو هيوادوالو ؛
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کميټې له لوري چې د ويست انديز په وړاندې د افغانستان لوبډلې سکواډ د شل آوريزه او يو ورځنۍ سياليو لپاره اعلان شوه د ځينو مستحقو لوبغاړو حق خورل شوی .
۱: مسعود نجات ، د يو ورځينو سياليو لپاره چې يو تکړه تيز توب اچوونکئ ده حق يې وه .
۲: منير کاکړ ، د يو ورځنيو سياليو لپاره ويکت ساتونکئ حق يې وه منير کاکړ د کورني کرکټ تکړه لوبغاړئ ده .
۳ : حشمت الله شهيدي ، د يو ورځينو سياليو لپاره حق يې جوړيدو .
۴:نور علي ځدارن ، چې د يو ورځنيو سياليو لپاره يې حق جوړيدو .
۵: محبوب بهير ، د يو ورځينيو سياليو لپاره حق يې جوړيدو د کورني کرکټ په سياليو کې مسلسل په ډول دير شه ځليږي.
پورته ۵ تنو لوبغاړو د ويست انديز په وړاندې په لوبډله کې نشتون د عقدوي ، سمتي چلند په بڼست شوی او درې نور لوبغاړي د ملګرتيا په بڼست لوبډله کې انتخاب شوي .
په هر حال د افغانستان ملي ټيم د بريا په هيله ، د عدالت لمر په راختو ده .))
اوس پوښتنه داده چي د افغانستان د کريکټ بورډ اوسني رئيس فرهان يوسفزي او د غوراوي کميټې مسول انډي مولز د خپلو دندو په پيل کي پر شفافيت او وړتيا ټينګار کړی وو خو اوس داسي ښکاري چي په ډير لږ وخت کي خلک ترې ناراضه دي.