
ليکنه: مدثر دعوت
پرون ناڅاپاپي د ارګ پر ټويټر او فيسبوک پاڼي د عزيز الله فضلي د ليري کيدو او پر ځای يې د فرحان يوسفزی د کريکټ بورډ عمومي رئيس د ټاکل کيدو خبر خپور سو.
عزيزالله فضلي بيله کوم ټويټه او ناندرۍ څخه خپله چوکۍ نوي رئيس ته وسپارله.
که څه هم د عزيزالله فضلي کاري دوره د کريکټ بورډ د مشر په حيث پوره نه وه خو داچي فضلي څو پرلپسې مهم تغيرات راويسته او په کريکټ کي د مافيا د وروکولو او له منځه وړلو ژمنه يې کړې وه همدا يې لوی لامل سو چي نور يې د کار ساحه راتنګه سوه.
خو نن يې پرخپلي فيسبوک پاڼي يوځل بیا ليکلي چي په کريکټ کي يې روانه مافیا ختموله او ختموي به يې.
د کريکټ بورډ پخوانی رئيس ليکي:
((درنو هيوادوالو ،
د افغانستان کرکټ لپاره مې ۱۹ کاله کيږي چې په بيلابيلو څانګو کې مې کار کړی دی.په دغه ستره دوره کې مې دير خواږه ملګري د سم اصلاحاتو له وجهې را څخه خفه شول او د يادو اصلاحاتو پايله د کرکټ لوبې د خير لپاره وه .
د ټولو هيوادوالو څخه مننه کوم چې زه يې تل دې ته هڅولئ يم چې د زړه له کومې ګران هيواد ته په ريښتينولی کار وکړم ، دير ژر به انشاالله هغه ټول ملګري چې کرکټ لوبې ته يې تل کار کړی که څه يې په کرکټ بورد اداره کې دنده درلوده او که يې دنده نه درلوده خو تل يې د مطبوعاتو او خواله رسنيو له لارې د کرکټ د ښه والي لپاره خبرې کولې د هغو ټولو سره به د کرکټ لوبې د خير او پرمختګ لپاره به ناسته ولرو او د ټولو ملګرو د نېکو مشورو چې د کرکټ د خير لپاره وي نيک اقدامات وکړو . تل مې کوشش کړی دی چې ځوانانو ته چانس ورکړم تر څو زموږ راتلونکی سرمايه ده ، ما تل دا خبره کړی ده او بيا هم دا خبره کوم چې د کرکټ لوبې کې شته مافيا او فساد ختمه وه . نو کرغيړنې څېرې اوس به هم نه پريږدو او بيا يې هم نه پريږدو ، ټول مبارز ملګری مو ژوندي دي .
د افغانستان کرکټ مو دير په سختو شرايطو کې اوسنی ځای ته را رسولی او بيا به يې هم ژغورو . ))
عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ د مشر په حيث د خپلي کاري دورې په لسمه مياشت د رياست دنده له لاسه ورکړه.
نوموړي د ۲۰۱۸ز کال د سپټمبر مياشتي په ۱۸مه نېټه د کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه دنده پيل کړې وه،او د ۲۰۱۹ز کال د جولای په ۲۴مه نيټه له دندي ګوښه سو.
دا د کرکټ بورډ په تاريخ کي د عمومي رياست تر ټولو لنډ مهاله دوره وه.