ليکنه: صابرحميدي
د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد ملي لوبډلي د تکړه لوبغاړي لیونل میسي د کور پر سر هیڅ الوتکه د تېرېدو او پرواز حق نلري.
په اسپانیا هیواد کي د ووئلینګ هوایي میدان رئیس خاویر سانجز وایي، چي د هر هوایي شرکت الوتکه هیڅ حق او اجازه نلري د میسي د کور پر سره دي تېره سي او یا هم پرواز وکړي.
میسي د اسپانیا هیواد بارسلونا ښار په ګایا سیمه کي د بارسلونا د مرکز څخه ۲۵ کیلو متره لیري کور لري او هلته اوسیږي.
مګر اصلي ستونزه په دې کي ده، چي د میسي د کور سره نژدې د الپرت په نوم د الوتنو شرکت دئ او پکښي ډېري زیاتي الوتکي ناستي او پروازونه کوي.
خاویر سانچز زیاته کړه، چي د یاد هوایي شرکت ټولي الوتکي د کښینستو او پروازونو په وخت کښي د میسي کور ته د نه نژدې کیدو په خاطر خپل اصلي مسیر ته بدلون ورکوي.
دې موضوع په اسپانیا کي ډیري ستونزي راولاړي کړي، اما د یاد هیواد زیاتره اوسېدونکي په دې باور دي، چي دا مسئله ممکن د استراحت په وخت کښي میسي ته د نه مزاحمت لپاره وي.
یو شمېر نور راپورونه بیا وایي، چي د میسي کور ته نژدې د اسپانیا د چاپېریال ساتني اداره شتون لري، چي هغه ته د خطر نه پېښېدو په خاطر الوتني پراوزونه نه کوی.