عبدالسمیع فیضي له هیوادوالو ګیله کړې!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړي عبدالسمیع فیضي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د افغان مشرانو او ټولو افغانانو څخه د لوبي ژوندۍ نه خپرولو او نه ستایني له امله ګیله کړې.

81171455 1441621619382382 1805183855544500224 o عبدالسمیع فیضي له هیوادوالو ګیله کړې!

هغه ویلي، چي ما څو ورځي مخکي د MMA په یوه لویه لوبه کي خپل سخت سیال ته ماته ورکړه، خو نه افغان چارواکو او نه هم هیڅ افغان وستایلم، خو د صفري یوه کوچنۍ لوبه ګټل ولسمشرۍ ماڼۍ لا وستایه.

81001935 1441621542715723 1439303760626057216 o عبدالسمیع فیضي له هیوادوالو ګیله کړې!

پرون شنبه د افغانستان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي حسین بخش صفري په روسیه کي روسي لوبغاړي پیتربرګ ته ماته ورکړه او د یادي لوبي ګټونکی اعلان سو.

حسین بخش صفري تر یادي لوبي ګټلو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ګڼو افغانانو ترڅنګ ولسمشرۍ ماڼۍ هم وستایه او دې افغان لوبغاړي ته ئې د بریا مبارکي وویله.

IMG 38662761.JPG عبدالسمیع فیضي له هیوادوالو ګیله کړې!

خو عبدالسمیع فیضي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي(( هیله کوم ږغ مي خپور کړی، تر څو بې اتفاقه مشرانو ته ورسیږي. ټول قومونه په ژوندون باندي درانه شي، پښتانه چي کله مړه شي بیا درانه شي)).

79079729 1426561920888352 1210089516476399616 n عبدالسمیع فیضي له هیوادوالو ګیله کړې!

هغه د دې ترڅنګ لیکلي(( زما د تیري لوبي سطحه ډېره لوړه وه، تر اوسه د افغانستان دننه د MMA لوبغاړو کي هغه سي پياوړي سیال سره لوبه چا نده کړې، خو نه چا لایف خپره کړه او نه هم چا وستایلم)).

ښاغلي فیضي د دې ترڅنګ لیکلي((نن ګورم، چي رئيس جمهور زموږ هزاره ورور بریا وستایل شوه او مبارکي ورکول شوه، آیا دا زما حق نه وو؟ افسوس افسوس)).

81600926 1444279885783222 7218669345340129280 o عبدالسمیع فیضي له هیوادوالو ګیله کړې!

د افغانستان د آزادي مبارزې دې قوي لوبغاړي په آخر کي حسین بخش صفري ته د بریا مبارکي ورکړې.