عبدالسمیع فیضي د افغان دولت سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د آزادي مبارزې تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار افغان دولت سره د یو لک پنځوس زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه.
ښاغلي فیضي له یاران سره په خبرو کي وویل، چي د خپلو لوبو څخه ئې دوه لکه امریکايي ډالره سرمایه برابره کړې وه، چي له هغې72164485 1343343202543558 1877270616705335296 o عبدالسمیع فیضي د افغان دولت سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه! سرمایې څخه ئې ۱۵۰ زره امریکايي ډالره د افغان دولت سره د کرونا ویروس سره مبارزې په موخه مرسته وکړه.
90881700 225913371942400 6619632883424296960 n عبدالسمیع فیضي د افغان دولت سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه!

هغه یاران ته وویل(( همدا افغانان دي، چي زما تر شا ولاړ دي او زه ئې دې ځای ته رسولی یم، ما د خپلو لوبو څخه دوه لکه ډالره سرمایه جوړه کړې وه، چي یو نیم لک ډالره مي د کرونا سره مبارزې په موخه افغان دولت سره مرسته وکړه)).
72051209 1343343442543534 5856986849322467328 o عبدالسمیع فیضي د افغان دولت سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه!

د آزادي مبارزې دې تکړه افغان لوبغاړي تر دې مخکي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي وه، چي په دې سختو حالاتو کي د خپل وس مطابق له خپلو خلګو سره مرستي کوم او دا زما ایماني او وجداني مسئولیت دئ.

هغه ویلي(( په دی سختو ورځو کی له خپلو بی وځلو وطنوالو سره باید لاس په لاس ودریګو موږ له یو شمېر خپلو وطنوالو سره د مرستې توان لرو
#زه_عبدالسمیع_فیضی د آزادو لوبو اتل
به په دغو سختو حالاتو کې د خپل وس مطابق له خپولو خلکو سره مرستې کوم او دا زما ایمانی او وجدانی مسولیت دی
موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا ویروس له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي،
د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو انشاالله
قدرمنو دوستانو کولی شی کابل که د هغو بی وځلو فامیلونه چی اقتصادی ستونزی لری او د کور سرپرست نلری پته راسره شریکه کړۍ
د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي لوی الله ج هم خوشحالیږی .
واتسپ نمبر می
+93785888830

او خپلو شتمن MMA اتلانو بانی غګ کوم چی رازی موږ سره دغی میاشت کی خپل توان پوری مرسته وکړۍ !)).
82950209 1474314732779737 4638191786324393984 o عبدالسمیع فیضي د افغان دولت سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه!

عبدالسمیع فیضي یو له هغه افغان لوبغاړو څخه دئ، چي د آزادو مبارزو په ګڼو لوبو کي ئې د افغانستان بیرغ رپولی او د افغانستان لپاره ئې بریاوي خپلي کړي دي.
ټاکل سوې وه د هغه راتلونکې لوبه د اُکرایني لوبغاړي سره د اپرېل میاشتي په ۱۲مه ترسره سوې وای، خو د کرونا ویروس له امله تر نامعلومي مودې پوري وځنډېده.