د هندي سینما ریکارډ جوړونکی ستوری عامرخان دا ځل د اوبو د مدیرت او ساتنې په پار د مرهټي ژبې ویونکو سره ګډه تلویزوني خپرونه پیلوي.
دا خپرونه چې توفان الایا (دلته توفان دی) نومیږي د مارچ په ۳۱ مه خپریږي. خپرونه کې له عامرخان سربیره، د مرهټي ژبې ځينې سینمايي ستوري هم برخه لري. ددې خپرونې د شوټينګ چارې ان دوه اوونۍ مخکې پیل شوي، خو د عامرخان برخه لا هم تشه ده.
بل پلو د عامرخان له لورې جوړ شوی پاني فونډیشن یا د اوبو بنسټ اداره د اوبو د مدیرت او خوندیتوب تر نامه لاندې سیالي په لاره اچوي، چې واټر کپ يې بولي.
سږ به د واټر کپ یا د اوبو د کپ دریمه دوره وي. ددې کپ موخه په کلیو او بانډو کې د اوبو سمه کارونه او مدیرت دی.
د واټر کپ په سیالیو کې د ماهراشترا ۲۵ ولسوالیو څخه ۷۵ کلي ګډون کوي. خلک به د خپل کلي او کوڅې کیسې وکړي، چې څنګه يې د اوبو په سمه کارونه کې رغنده رول لوبولی او څنګه يې ژوند ته بدلون ورکړی دی.
په خپرونه کې به له دې وراخوا تفریح او بوختوونکې صحنې هم وي.
د واټر کپ سیالۍ به د راتلونکې اپریل میاشتې له اتمې پیل شي او د مۍ تر ۲۲ مې به دوام وکړي.
واټر کپ به هغه چاته ورکول کیږي، چې د اوبو په مدیرت کې تر نورو مخکې وي.
عامرخان د هندي سینما یو له مشهور سینمايي اداکارانو څخه دي، چې په هندوستان کې د سیاسي او مذهبي موضوعاتو سربیره زیات وخت په ټولنیزو موضوعاتو فلمونه جوړوي.
دنګل فلم د عامر یو له ریکارډ جوړونکو فلمونو څخه دی، چې د نجونو ځواکمنولو په موضوع راڅرخي.