د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیالیو ځوان لوبغاړی ظاهر خان، چې په دې وروستیو کې یې د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ یا (BPL) ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون وروسته د هندوستان د کورني کرکټ (IPL) ۲۰ اوریزه سیالیو کې هم د لوبیدو موقع ترلاسه کړه؛ د تمرین پرمهال د خپلې اوږې د ټپي کیدو له کبله د دغه لیګ سیالیو څخه بهر شو.
افغان لوبغاړی ظاهر خان د د دغه سیالیو د نیلامۍ پر مهال د راجستان رایلز لوبډلې لخوا د ۶۰ لکه هندي کالدارو په بدل کې خپل شوی و او سیالیو ته د چمتوالي په موخه په تمریناتي کیمپ کې د ګډون لپاره هندوستان ته هم تللی و.
د ظاهر خان د سندرې د زمزمې په اړه مو خبرو.
ظاهر خان د ټپي کیدو وروسته د هندي لوبغاړو سره په یو هوټل کې را څرګندیږي او د یوې هندي سندرې زمزمه کوي، چې د ټولو ناستو کسانو لخوا هم تشویق شوی دی.
د سندرې ویډیو؛
https://www.facebook.com/khattakjournalist/videos/186724755298380/
سندرې او زمزمې کول د سندر غاړو لپاره یوه عادي خبره ګڼل کیږي، خو په پښتني او افغاني ټولنه کې د یو داسې کس لپاره چې په بل ډګر کې فعالیت کوي او نړیوال شهرت ته هم رسیدلی وي، داسې کړنې یې خلکو او مینه والو ته په زړه پورې وي.
په افغان لوبډلې کې یوازې شهزاد محمدي هغه لوبغاړی دی، چې ډیر کله د سیالیو په جریان کې هم بېلابېل خندونکي اندازونه او د خوښۍ اکټونه د خپلو مینه والو لپاره کوي او حتا زیات وخت په نڅا هم لیدل شوی دی، خو اوس بل لوبغاړي ظاهر خان بیا د سندرو زمزمه کړې ده.