طبي سپارښتنې او معلومات!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ليکنه او راټولونه

زخم پرته له پټۍ نه خلاص پرېښودل یوه غلطي ده، صحي خبره داده چې زخم صفا او بیا پټۍ کړی شي چې ژر جوړ شي.

په پوزه چې کله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت پرېښودل پکار دي، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي.

ګازي مشروبات هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، د زړه او ګردو مرضونه پیدا کوي، وزن زیاتوي، د شکر مرض زیاتوي.

د ماشوم لپاره د طاقت درمل ضرر لري، ځکه دغه درمل د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت ممکن کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي.

د درد د کنټرول درمل (پیناډول،بروفین) د اورېدلو قوت کمزوری کوي په ځانګړي توګه د ښځو.

د ګلپي خوړل په بدن کې یو قسم کیمیاوي ماده خوروي (ضرري استروجین) چې د سرطان سبب ګرځي.

په شین چای کې داسې مواد دي چې د سرطان مخنیوی کوي.

ماهي/ کب، مڼه، انګور، الوچه، توت بري، پالک او داسې خوراکونه دي چې دماغ او د یاداښت قوت زیاتوي.

په غوږونو کې ډکي وهل اکثر د انسان د مرګ سبب ګرځي، ځکه دې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات پیدا کېږي.

دا خبره غلطه ده چې د خوړو په منځ او وروسته ترې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي، بلکې صحي خبره دا ده چې اوبه هېڅ قسم تکلیف نه پیدا کوي، که د ډوډۍ نه مخکې وي او که وروسته.

هره ورځ ۳۰ دقیقې پیاده مزل د زړه، شکر مرض او هم د وینې د فشار مخنیوی کوي، او کولیسټرول ختموي.

هوږه او پالک دفاعي قوت په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخنیوی کوي.

د ماشومانو لپاره د ژاولې تېرول کله د کولمو د بندېدو سبب ګرځي چې د اپرېشن نه پرته یې بل علاج نه وي.

سهار په نهاره یو ګیلاس اوبه څښل د هغي سوائلو د کمي ځای نیسي چې د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي، او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا کوي.

د ورځې ۱۸ تر ۲۴ دانې بادام، پسته، کاجو، ممپلي، چامغز چې وزن یې تخمینا له ۲۸ تر ۳۴ ګرامو سره برابرېږي، که انسان وخوري نو به د زړه شریانونه او شکرې په رنځ ژر اخته نشي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.