د طالبانو غبرګون له هغه وروسته دی چې امرالله صالح وویل ښارونو کې ترور ځکه ډېرېږي چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حالت بښل کېږي او د خپلو چارو سزا نه ویني.
د نوموړي دغه څرګندونو ته د طالبانو ویاند غبرګون ښودلی.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، که حکومت د دوی بندیان اعدام کړي دوی به په نورو بدیلو لارو لاس پوري کړي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بي بي سي ته ویلي، «بندیان ځانګړي حقونه لري، د هغوی حقونه معلوم دي او سیاسي بندیان او د جنګ بندیان څوک اعدامولی نه شي، که څوک یې اعدام کړي موږ هم بدیلې لارې لرو پخوا مو هم ورته ښودلې چې په څومره درنه بیه ورته پرېوځي»
هغه دغه راز پر امرالله صالح تور لګولی چې د سولې بهیر کې د خنډونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وویل چې په پلازمېنه کابل کې وروستي ترهګریز او هدفي بریدونه د طالبانو له لوري کېږي.
ښاغلي صالح نن دوشنبه د ۰۶:۳۰ بجو له امنیتي غونډې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر صورت کې بښل کېږي او د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي.
هغه وايي چې نیول شوي کسان تل په خپلو جرمونو اعتراف کوي، خو همېش په دې فکر او هیله وي بېرته خوشې کېږي.
د نوموړي په وینا، په کابل او نورو لویو ښارونو کې د جنایتونو د کچې راټېټولو لپاره باید نیول شوي طالب بندیان اعدام شي.
صالح ټینګار کوي چې په دې کار سره به د جرمونو په کچه کې کموالی راشي او د نورو لپاره به دغه کړنه عبرت وګرځي.
نوموړي په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې تېره ورځ هم کابل د یوه هدفي برید شاهد و. په دې حمله کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې او دوه نور کسان ټپیان شول، چې تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
امرالله صالح په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په کابل او ولایتونو کې په وروستیو هدفي وژنو کې طالبانو لاس لرل رد کړي، خو د افغانستان حکومت بیا په ځلونو د داسې پېښو مسؤل طالبان بللي او ویلي یې دي چې دغه ډله دې له داسې کړنو لاس په سر او د سولې لپاره دې ریښتیني ګامونه پورته کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په داسې مهال د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي ټیمونو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې روانې دي
که څه هم عامو افغانانو د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرو ته ډېرې هیلې لرلې، خو په دې وروستیو کې د سختو جګړو، هدفي وژنو، اختطاف او جنایي جرمونو پېښو زیاتېدو سخت اندېښمن کړي او په سوله یې دوی بې باوره کړي دي.