طالبان وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په لړ کې پرېکړه وشي.
د طالب پلاوي یو شمېر غړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي.
دوی دا څرګندونې، د ولسمشر غني د هغې خبرې په ځواب کې کړې، چې ویل یې دي یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.
ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحث بیا پیل شي.
لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا مالومه نه ده، خو مخکې د دواړو پلاوو ځینو غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه بېلا بېلو غونډو کې خبرې کړې دي.
افغان پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سر کې دی او طالب پلاوي بیا ویلي، د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.
بل لورته د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار سولې ته د رسېدو لپاره یواځينۍ لار د اوسني حکومت بدلون بولي.
دی وایي تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.
حکمتیار ویلي، طالبانو د امریکا او پاکستان هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې اشرف غني دې د یوه کال لپاره په واک کې پاتې شي.
نوموړی همدا راز زیاته کړې پر جمهوریت د اشرف غني ټینګار د نظام ساتنې لپاره نه دی بلکې نوموړی اوسمهال خپله څوکۍ په خطر کې ویني او له همدې امله د جمهوریت پر دوام ټینګار لري.
ګلبدین حکمتیار وايي، د ارګ د متحدینو تر څنګ د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي هم اوس په دې باور دي، چې سولې ته د رسېدو لار د یوې بلې ادارې رامنځته کېدل دي.
نوموړی په داسې حال کې د موقت حکومت په جوړېدو ټینګار کوي چې د حکومت د مذاکراتي پلاوو یو شمېر غړو هم ویلي وو چې د سولې د ټینګښت لپاره باید بله اداره رامنځته شي.
افغان حکومت تازه د حکمتیار د دې خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.