صالح: طالبانو ته ځینې تسلیم شوي افغان پوځیان یې ونېول

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، یو شمېر افغان پوځیان چې طالبانو ته تسلیم شوي و او غوښتل یې پاکستان ته واوړي نیول شوي دي.

صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغو افغان پوځیانو ته طالبانو خطونه/پارچې ورکړې وې چې وکولای شي پاکستان ته ولاړ شي.

صالح دا ادعا هم کړې چې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو له سرحدونو نیولي د ښارونو تر منځه چمتووالی نیولی چې د طالبانو دغه خطونه د رسمي پاسپورټونو په توګه ومني او ټاپې پرې ووهي.( پاکستان ته د ننوتلو په هدف)

د امرالله صالح د دې څرګندونو په تړاو نور جزییات نه دي رسنیز شوي او نه خپلواکو سرچینو د دې ادعا په تړاو کومه تبصره کړې ده.

تر دې مخکې بیا افغان حکومت ویلي و سلګونه هغه پوځیان چې د جګړو له زیاتېدو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته تللي وو، بېرته را انتقال او د پوځ په لیکو کې بیا ځای پر ځای شوي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د طالبانو له لوري په قصدي توګه د اسیر شوو افغان کومانډویانو وژل او د هغې ویډیو خپرول یو غیر انساني عمل دی.

د ده په خبره دا ستر جنایت دی او دا ډول جنایتونه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

هغه ویلي د طالبانو دا کړنه ښيي چې دوی ډېره ظالمانه تګلاره غوره کړې ده او له بشري قوانینو یې ښکاره سرغړونه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او د جدي پلټنې غوښتنه یې کوي.

د دې تر څنګ د بښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه بوږنوونکې بللې وه او په نړیواله کچه یې ددغه مسئلې د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د سي ان ان له لوري په خپره شوې ويډیو کې ښودل کېږي چې طالبان د جوزا په اووه وېشتمه د فاریاب په دولت اباد کې ۲۲ تسلیم شوي افغان کومانډویان وژني.

طالبانو بیا دا ویډیو جعلي او تبلیغاتي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د هېواد په مختلفو ولایتونو کې جګړو ته شدت ورکړی او له کبله یې لسګونه زره عام افغانان د خپلو مېنو څخه بې ځایه شوې دي.

دغو جګړو ته په کتو ځینو هېوادونو له افغانستانه د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو خبر هم ورکړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي