د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز نن جمعه فتوا صادره کړه، چي روژې میاشت کي تراویح د جوماتونو پر ځای په خپلو کورونو کي وکړئ.
هغه زیاته کړه، چي د روژې په مبارکه میاشت کي دي، مسلمانان د تراویح لمونځونه هم د نورو لمونځونو په شان د جوماتونو پر ځای په کورونو کي آدا کړي.
هغه د دې ترڅنګ دا فتوا هم ورکړې، که چیري د کرونا ویروس خپرېدل همداسي دوام وکړي، نو د اختر لمونځ دي هم په کورونو کي ترسره سي.
۷۷ کلن ستر مفتي شیخ عبدالعزیز د عربستان هیواد یو له مخکښو دینو عالمانو او مفتیانو څخه دئ، چي د عامو علمي مسائیلو او د فتوا برخي عمومي رئيس دئ.
هغه د محمد بن عبدالوهاب له کورنۍ څخه دئ.
شیخ عبدالعزیز وروسته له هغه دا فتوا ورکوي، چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور سوی او د ټولي نړۍ مسلمانانو ته سپارښتنه سوې، چي د جوماتونو پر ځای په کورونو کي لمونځونه وکړي.
په کرونا ویروس ټوله نړۍ کي ۲۱۷۴۱۵۱ تنه اخته دي، دې ویروس ټوله نړۍ کي ۱۴۶۲۹۸ تنه مړه کړي او همدارنګه د دې ویروس څخه ۵۵۵۱۱۷ تنه روغ سوي هم دي.