شکېب الحسن د ډاکه ډېوېژن پرېمېئرلیګ لوبه کې دوه ځلې وېکټې وهلي او لفظي شخړه یې کړې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

شکېب الحسن په بنګله‌دېش کې د ډاکه ډیویژن لیګ لوبوکې د محمدان سپورټېنګ کلب په نامه لوبډلې لوبډلمشر دی او د اباني لېمېټېډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یې خپله غوسه ښکاره کړې ده.

د شپږم اوور یو توپ شکېب الحسن ترسره کړ او په مشفق الرحیم یې اېل بي ډبلیو اپيل وکړ، لوبڅار د ده اپیل رد کړ.

نو شکېب الحسن غوسه شو او نان سټرایک وېکټې یې په لغته ووهلې او وې یې غورځولې.

له دې وروسته لوبه باران یو څه وځنډوله او په دې وخت کې یې د اباني لوبډلې د روزونکي خالد محمود سره یې لفظي شخړه وکړه.

خالد محمود په ورته وخت کې د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ ډایرېکټر هم دی.

د لوبې د پیل پر وخت یې یو ځل بیا وېکټې وغورځولې او شکېب الحسن په غوسه شو.

لوبه د شکېب الحسن لوبډلې د لوبې د باراني اصولو له مخې وګټله.

د لوبې له خلاصېدو وروسته شکېب الحسن بخښنه وغوښته، هغه په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل:

« ګرانو مینوالو او تعقیبوونکو زه بښنه غواړم، چې خپله غوسه مې کنټرول نشوه کړای او د هغو نه ځانګړې بښنه غواړم، چې زه یې په کورونو کې د تلویزیون له لارې ولیدلم، زه د لوبډلو، رهبرۍ غړو، د ټورنمنټ له چارواکو، تنظیموونکې کمېټې د دې انساني غلطۍ له امله بخښنه غواړم، هیله ده چې زه په راتلونکي کې بیا داسې کړنه تکرار نه کړم، مننه او له ټولو سره مینه لرم».

 

شکېب الحسن د جون په څلورمه نېټه هم د تمرین پرمهال ناسمه ژبه کارولې وه او د بنګله‌دېش کرکټ بورډ ورته اخطار وکړی و.

که چېري د بنګله‌دېش کرکټ بورډ له قانوني لارو چارو کار واخلي؛ نو د ډېسپلین او اخلاقیاتو کمېټه کولای شي، نوموړی له بندیز سره مخ کړي.