شکېب الحسن تر محمد نبي یوه نومره مخکې شو او لومړی مقام ې یې خپل کړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 

د بنګله دېش پیاوړی الراونډر چې د اګسټ تر ۱۱ مې نېټې پورې د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې دویم و، اوس یې لومړی مقام خپل کړی او محمدنبي یې له لومړي مقام څخه وروسته کړ.

د محمدنبي نومرې ۲۸۵ وې او د شکېب الحسن نومرې اوس ۲۸۶ شوې.

 

د شکېب الحسن د مخکې کېدو راز

شکېب الحسن په لنډ وخت کې اته شل اوریزې لوبې د بنګله دېش په ګټه وکړې، چې د زِمبابوې او اسټرالیا پر وړاندې یې لوبې ښې وې او یواځې څلورمه شل اوریزه لوبه کې پرې د اسټرالیا ډانېئل کرېسچېن پنځه شپږیزې په یوه اوور کې ووهلې او تر ۵۰ منډې یې ترې په څلورو اورونو کې واخیستې.

نو د کومې لوبډلې چې لوبلړۍ زیاتې وي او لوبغاړي پکې لوبېږي، خامخا په درجه بندۍ کې یا مخکې ځي یا وروسته کېږي؛ خو دا چې د شکېب الحسن رول مثبت و، نو مثبتې نومرې یې واخیستې او لومړی شو.

افغان لوبډله نږدې وخت کې شل اوریزې لوبې نه لري او یواځې یې د شل اوریز جام په درشل کې له ویسټ انډیز او اسټرالیا سره درې اړخیزه لوبلړۍ شته دی.

او بنګله دېش بیا نورې شل اوریزې لوبې هم لري او کېدای شي له محمدنبي سره یې د نومرو واټن لا زیات شي.

 

شکېب په یو غشي دوه ښکاره وکړل

شکېب الحسن د جولای میاشتې غوره لوبغاړی هم اعلان شو او شل اوریزو لوبو کې لومړی الراونډر هم شو.

د کرکټ نړیوالې شورا څه موده وړاندې د جولای میاشتې د غوره لوبغاړو په اړه رایه ټوله کړه، چې شکېب الحسن پکې د نارینه وو لوبغاړو په منځ کې د تېرې میاشتې غوره لوبغاړي ځای خپل کړ او جایزه یې ترلاسه کړه.

شکېب الحسن او د ویسټ انډیز هایډن والش جونیئر دواړه کاندیدان وو، چې شکېب ترې میدان یوړ.

د اسټرالیا مېچل مارش هم ونه توانېد چې د میاشتې غوره لوبغاړي شي.

شکېب د زِمبابوې پر وړاندې لوبو کې ۱۴۵ منډې وکړې او ۸ وېکټې یې واخیستې.

بل پلو د ویسټ انډیز ښځينه لوبغاړي سټیفاني ټایلر بیا د ښځينه وو لوبغاړو په منځ کې د تېرې میاشتې غوره لوبغاړې اعلان شوې ده.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.