شکیب لوبډله بدله کړه ، دا ځل د رنګپور لپاره لوبیږي.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه : عبدالله عادل
شکیب الحسن تازه د رنګپور رایډرز لوبډلي سره یوکلن قرارداد لاسلیک کړ او په راتلونکي پړاو بنګلدېش تجارتي سېالیو کي به د یادي لوبډلي لپاره ولوبیږي.
د بي پي ایل سېالیو دا پړاو د روان کال د ډسمبر میاشتي پر شپږمه پیلیږي ، دا ځل به شکیب الحسن د ډهاکه ډینمایټس لوبډلي پر ځای د رنګپور رایډرز لوبډلي سره ولوبیږي .
دا دوهم ځل دی چي شکیب د رایډرز لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړی په ۲۰۱۵ کال کي هم د یادي لوبډلي لپاره لوبېدلی وو چي هغه مهال يې په توپ اچونه کي ۱۸ ویکټي ترلاسه کړي وې خو توپ وهنه کي یې یوازي ۱۳۶ منډي جوړي کړي وې همدارنګه شکیب الحسن په ۲۰۱۲ کال کي د خولنا رویال بنګالز او په ۲۰۱۳ کال کي د ډهاکې ګلډیېټرز لوبډلي لپاره لوبېدلی وو.
رنګپور لوبډلي ته د شکیب الحسن راتګ د یو مهم لوبغاړي په توګه بېله څه ندئ داسي ښکاري چي ددې لوبډلي مخکښ لوبغاړی مشرفي مرتضی ځانته د یوې نوې لوبډلي پيدا کولو په لټه کي دی مشرفي مرتضی په ۲۰۱۷ کال کي خپله لوبډله اتلولۍ ته رسولې وه او په ۲۰۱۸ کال کي یې لوبډله په ناک اوټ پړاو کي د لیګ څخه بهر سوه.
له ډهاکې لوبډلي څخه د شکیب الحسن تر تګ وړاندي د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو د اتلي لوبډلي لوبډلمشر ایوین مورګن د یادي لوبډلي سره یو ځای سوی .
مورګن ۲۶۸ شل اوریزي لوبي ترسره کړي چي پکښي یې ۵۶۵۲ منډي جوړي کړي دا چي نړیوال جام پای ته رسېدلی د مورګن راتلونکی قدم د ایرو سلام سېالیو پر لور دی او له هغه وروسته به بنګلدېش لیګ کي ولوبیږي.
د بنګلدېش راتلونکي پړاو سېالیو ته جي پي ډومني د راج شاهي کینګز لوبډلي سره یو ځای سوی او اسټرالیاوي توپ وهونکی شین واټسن بیا د خولنا ټایټنس لوبډلي سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړی.
اووم پړاو بنګلدېش تجارتي لیګ سېالۍ د روان کال د ډسمبر میاشتي په لومړۍ اونۍ کي پيلیږي.