شکیب الحسن:کریکټ بورډ دې د لوبغاړو لپاره منظم سیستم رامنځ ته کړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
د بنګلادېش نومیالی الرونډر لوبغاړی شکیب الحسن له خپل کریکټ بورډ (BCB)څخه غوښتنه لري،تر څو د لوبغاړو لپاره د لوبولو منظم پلان ترتیب کړي،تر څو لوبغاړي د ده په خبره په جسمي،روحي او هم ذهني لحاظ لوبو ته اماده وي.
د بنګلادیشۍ کریکټ لوبډلې دا پیاوړی الرونډر لوبغاړی په روټېشن (ګرځنده/نوبتي سیستم) چې مفهم یې په نوبت/ترتیب سره د لوبغاړو لوبیدل او نوبت پوره کول دي ټینګار کوي.
images jpeg 2855486184851318726584 شکیب الحسن:کریکټ بورډ دې د لوبغاړو لپاره منظم سیستم رامنځ ته کړي
شکیب په اړوند موضوع په یوه ځانګړې مرکه کې تفصلي غږیدلی دی:
“یو لوبغاړی هر وخت ښه لوبه نه شي کولی،لوبغاړي وقفې اخیستو ته هم ضرورت لري.مسؤلیت دوه اړخیز دی،کله که یو لوبغاړی وغواړي،یا هم روزونکي لوبغاړي ته ووایي، چې ته ارام یا وقفې ته ضرورت لرې،نو دواړه اړخونه بیا پوره او سم پوهیږي.”
۳۲ کلن شکیب الحسن چې د سریلنکا په لنډ سفر کې له بنګالۍ لوبډلې سره نه و مل،دا خبرې یې په ځانګړې مرکه کې کړې دي.دی زیاتوي:
زه به هندوستان د یو مثال په توګه یاد کړم،دوی د تېر کال زخمي شویو لوبغاړو لېست لري،یو مهم ټکی یې همدا (روټېشن پالیسي)نوبتي تګلاره وه،چې نوي لوبغاړي یې جوړ او رامخکې کړل.
images jpeg 29503918403451279114 شکیب الحسن:کریکټ بورډ دې د لوبغاړو لپاره منظم سیستم رامنځ ته کړي
د دوی لوبغاړي د ویرات کوهلي په شمول بېرته لوبډلې ته په راتګ (فرېش) تازه وو،دا ځکه دوی له مخکې ارام کړی و.”
دا تجربه کار لوبغاړی د روټېشن پالیسي د ګټو په اړه هم واضح وغږیده او وایي:
“کله چې دا پلان عملي شي،نو لوبغاړو ته هم فرصت وي،شاته په ترکیب کې به لوبغاړي هم وي،چې بیا به ټاکنه او لوبډله جوړونه هم په ډاډه زړه تر سره کیږي.”
دی لوبغاړو او روزونکو ته په نقل سره وایي،چې داسې مخکې تګ د ټولو لپاره ګټور دی:
“که چېرې موږ داسې وکړؤ،نو موږ به د کریکټ بورډ،روزونکو او لوبغاړو تر منځ بیخي ښه او منظم انسجام/ترکیب ولروو.
16228a65 70b8 468e 931a d9e0fa8b805e138575165179766002 شکیب الحسن:کریکټ بورډ دې د لوبغاړو لپاره منظم سیستم رامنځ ته کړي
د شکیب الحسن دا تبصره وروسته له هغې مخې ته راځي،چې له افغانستان پرته د بشپړ غړیتوب لرونکي کریکټ لوبډلې له نړیوال جام وروسته هم پر لوبو او سفرونو بوختې دي، لوبغاړي له پرله پسې لوبیدو ستړي دي او شکایت کوي، چې د ارام لپاره دې هم وخت ورکړل شي،خو افغان مشهور لوبغاړي بیا یوازې د پیسو په بدل کې د نورو په خیر لوبیږي.