شپږیزې لیګ کې سپین غر لوبډله دا ځل ملي سوداګر عصمت الله سنګین وپېرله

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

د شپږیزې کرکټ لیګ اووه پړاوونه ترسره شوي دي، چې دوه ځلې یې اتلولۍ سپین غر، دوه ځلې مِس عینک، دوه ځلې کابل بازان او یو ځل یې اتلولي په ۲۰۱۷ کې بند امیر ښاماران ګټلې ده.

سپین غر لوبډله چې د لیګ د تاسیس په وخت کې خورا مخکښه وه؛ په دې وروستیو کې یې خونده تللې ده او لوبې یې ښې نه دي کړي.

په ۲۰۱۹ کې لوبډلمشر شفیق الله شفق و؛ خو لوبډله ښه ونه ځلېده او دویم پړاو ته هم ونه ورسېده.

خو په ۲۰۲۰ کې د کریم خان صادق په لوبډلمشرۍ کې دویم پړاو ته ولاړه؛ خو تر پایلوبې ونه رسېده.

په تېر کې د دې لوبډلې اونر یا مالک د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار و.

خو سږ کال یې مالکیت ملي سوداګر عصمت الله سنګین ترلاسه کړ.

222.jpg

د لوبډلې رهبري باید څه وکړي، چې لوبډله وځلېږي؟

لومړی کافي بودِجه ډېره مهمه ده، چې د لوبغاړو په اخیستلو کې خورا ارزښت لري.

کله چې یوې لوبډلې سره بودجه وي؛ نو بیا کولای شي، ښه ښه لوبغاړي وپېري او لوبډله ځواکمنه جوړه کړي.

دویمه خبره د لوبډلې د ښه کمباینېشن یا ښې ګډولې ده، چې باتجربه یا سینیر لوبغاړي وي، دویم ځوان لوبغاړي وي، چې په ولایتي، هېوادنیو او فرسټ کلاس سیالیو کې ښه ځلېدلي وي.

له نولس کلنو لوبډلې څخه لوبغاړي واخلي او همدارنګه د الراونډرانو، بالرانو برخې ته پوره توجه پکار ده او توازن باید مراعت شي.

سپین بالېنګ او فسټ بالېنګ باید موجود وي، لېګ برېک، اف برېک، ارتودوکس، چینامېن، همدارنګه په فسټ بالېنګ کې ډېر چټک توپ اچوونکي او منځني توپ اچوونکي باید شامل وي.

 

د شپږیزې کرکټ لیګ پیل ته څومره وخت پاتې دی

سږکال د شپږیزې لیګ ترسراوی په شک کې دی، ښایي دا لوبې ترسره نشي او که ترسره کېږي هم، نو کمرنګه به وي.

ځکه یو لوري ته د هېواد امنیتي وضعیت تر ډېره ګډ وډ دی او بل د افغان لوبډلې لوبې هم پاتې دي.

د دې کال ټولې څلور میاشتې پاتې دي او په دې کې د نړیوال جام لوبې او د افغان لوبډلې لوبلړۍ هم شته.

نو دا علتونه کېدای شي چې سږ کال شپږیزه لیګ ونه شي.

بل پلو کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې اعلان وکړ، چې لوبغاړي کولای شي د شپږیزې لیګ لپاره نوملیکنه وکړي؛ کرکټ بورډ په پلان کې لرله چې شپږیزه لیګ د مې په ۲۱ مه نېټه په کابل کې ترسره کړي.

خو د مې میاشتې نه اوس درې میاشتې ور اوښتي او اوس د اګسټ ۹ مه ده.

اخوا کرکټ بورډ دا هم ویلي وو، چې ۲۰۲۲ کې به افغان کرکټ بورډ په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ یا اې‌پي‌اېل لوبې ترسره کړي.

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.