سمیع الله درانی
د افغانستان کورنی داخلي کرکټ لیګ شپږیزه د دوشنبې په سهار د اکټوبر په ۷ مه نېټه ۹ بجې په کابل ښار کې پیل شو، دې لیګ کې شپږ لوبډلې دي او شا او خوا سل لوبغاړي پکې لوبېږي.
د دې لومړیو درې لوبو کې د زړو لوبغاړو ترڅنګ ځوان لوبغاړي هم لوبېږي، چې دا یې د شپږیزې لیګ لومړی او یا هم دوهم پړاوونه دي.
په دې لوبغاړو کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، فرمان الله، ابراهیم ساپی، فضل ځاځی، شفیق الله غفاري، اصف موسی زی، رحمت الله، حیات الله، نور احمد، طارق ستانکزی، ضیاءالرحمن اکبر، خېبر عمر، نوین الحق، نصر ت الله، قېس احمد، روښان بارکزی هغه لوبغاړي دي، چې د سه شنبې تر ورځې یې لوبې کړي، ځوان لوبغاړي دي او ۶۰ سلنه ونډه یې مثبته ده.
په دې لوبغاړو کې فضل ځاځي په خپله لومړۍ لوبه کې د امو لپاره ۴۹ منډې وکړې، اصف موسی زي د سپین غر لپاره ۵۰ منډې وکړې، ابراهیم ځدران ۲۵ منډې وکړې، زړو لوبغاړو کې اصغر افغان، سمیع الله شینواري، یمین احمدزي، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه زرمتي، عثمان غني یو څه ښه لوبه وکړه.
په توپ اچونه کې ظاهرخان، قېس احمد، شفیق الله غفاري، نوراحمد، ابراهیم، نوین الحق او فرمان الله او ځېنو نورو خورا ښه توپ اچونه وکړه.
دا لا په درې لوبو کې د ځوانو لوبغاړو وړتیا معلومه شوه؛ خو ګورو چې تر وروستیو شېبو پورې نورې څومره وړتیاوې رابرسېره کېږي.
کرکټر یا لوبغاړی ختمېدای شي؛ خو کرکټ بیا هم پر ځای پاتې کېږي، مطلب دا چې نن یو لوبغاړی شته، د وخت په تېرېدو سره ښه لوبغاړی زړېږي، لوبیز مزل یې پای ته رسېږي؛ خو کرکټ بیا هم وي او د زړو لوبغاړو ځای پکې ځوان لوبغاړي نیسي.
په افغانستان کې هم باید همدا فورمول په رښتینولۍ سره پلی شي، هغه لوبغاړي چې ازموینه ترې اخېستل کېږي، باید تکړه او خواري کښ لوبغاړي ترې راواخېستل شي، نن سبا هرڅوک د کرکټ شوق کوي، په په لوبو کې یواځې شوق هم نه دی، چې ځای به ونیسي، بلکې د شوق سره، سره فطري وړتیا ډېره مهمه ده او بیا ورسره مسلکي زده کړې بیخي لازمې دي.
هغه لوبغاړي چې هم د کرکټ شوق لري، هم فطري او مسلکي وړتیا لري او لوبې یې خورا مثبتې دي باید ځای ورکړل شي.
ټریل یا کرکټ ازموینه کې باید روزونکي هغه لوبغاړي واخلي او صداقت سره یې لوبډلو کې شامل کړي، چې د هغوی سټایل، د هغوی وړتیا، د هغوی توپ وهنه، ډګر ساتنه او نورې تخنیکي برخې بالکل جوړې وي.
نن سبا هر شخص غواړي چې یو خواخوږی یې لوبډله کې وي، که هغه وړتیا لري او کنه؛ خو کرکټ یا هم نور ورزش بیا خپلولي او بې ځایه خواخوږي نه مني یواځې وړتیا مني او همدا وړتیا ده، چې لوبغاړي په کور دننه او بهر لکه د ستورو ځلولی شي، اتلان ترې جوړولای شي او د خلکو د سرتاج یې ګرځولی شي.
نو هغه لوبغاړي باید واخېستل شي، چې هغو په رښتیا هم په ټوله معنا لوبغاړي وي، که همداسې وشي؛ نو کرکټ به وغوړېږي او لاسته راوړنې به یې په دې ډګر کې لا زیاتې شي.
بل زاړه لوبغاړي چې نور یې لوبه له وس نه وي پوره باید خپله مېدان پرېږدي، تر څو یې ځوان لوبغاړي ځای را ډک کړي.
محمدنبي عیسی خېل چې له ټېسټ لوبو سره مخه ښه وکړه؛ نو د ځوانو لوبغاړو لپاره د ځای موندلو یوه ذریعه کېدلای شي، که همداسې نور لوبغاړي هم درک کړي، چې لوبه نشي کولای؛ نو په خپله خوښه دې له لوبو کیني.
تاسې به د کرکټ په نړیوالو لوبو کې ډېر داسې لوبغاړي لیدلي وي، چې کرکټ سره مخې ښې به یې تاسې نهیلي کړي او خورا خفه کړي یاست، د کرکټ له نړۍ سره د ای بي ډیویلیرس په څېر لوبغاړي، د براوو په څېر، د شاهد افریدي په څېر، د جایاوردني، سېنګا کارا، کرېس ګېل، ایم ایس ډوني او نورو مخې ښې وکړې او لا یې کوي؛ نو که په لوبېدو وای دغو لوبغاړو لا هم ښه لوبه کولای شوه؛ خو دوی دا وپتېله چې ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړي، تر څو راتلونکي کې ښې لوبې وکړي او چمتو شي.