
ليکنه: مدثردعوت
د شپږيزي کريکټ ليګ پرون د کابل بازانو او بند امير ښامارانو په لوبه پيل سو.
د لوبي پچه کابل بازانو وګټله او لومړی يې د توپوهني پريکړه وکړه.
کابل بازانو وکولای سوه چي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۰ منډي هدف وټاکي.
حضرت الله ځاځي ۳۴، کريم جنت ۲۰ ،سميع الله شينواري ۴۱ او اصغر افغان ۹۲ منډي وکړې.
د بند امير لپاره مجيب الرحمن،باطن شاه،فطرت الله او فريد احمد يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
بند امير لوبډلي د ۲۱۰ منډو هدف په تعقيب ښه پيل ونه کړ.
عمران جنت ۴ منډي وکړې،جاويد احمدي ۲۳ ،حيات الله ۴۱ او باطن شاه ۴۳ منډي وکړې،ټوله لوبډله په ۱۷۴ منډو کي وسوځيدله.
د کابل لپاره اميرحمزه ۲، يوسف ځاځي،کريم جنت،وقارسلام خيل او سميع الله شينواري يوه يوه ويکټه ترلاسه.
کابل بازانو د ۳۵ منډو په توپير بند امير ښامارانو ته ماته ورکړه.
اصغر افغان د ۹۲ منډو په کولو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
نن سهار ۰۹:۰۰ بجې د بست ساتونکو او ميس عينک ترمنځ لوبه ده.