د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شهزاد محمدي د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د پیل په لمړۍ لوبه کې د کرکټ یادګارونو کتاب کې یو بل نوی تاریخي یاد هم ثبت کړ.
نوموړي د افغان پرېمېیر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لمړۍ پړاو سیالیو کې لمړنۍ پنځوسیزې جوړولو کې بریالی شو.
همدا راز نوموړي په همدې سیالۍ کې د لوبې په دویم اور کې د لمړنۍ څلوریزې ترڅنګ لمړنۍ شپږیزه هم په خپل نوم ثبت کړه، خو د سلیزې په جوړولو کې بریالی نشو.
شهزاد محمدي د پکتیا لوبډلې لپاره په خپلې لوبډلمشرۍ کې د کابل ځوانانو لوبډلې خلاف د هر ډول بالر خلاف برید کوونکې لوبه پيل کړه، چې خپلې لوبډلې ته یې قوي مرال ورکړ.
د نوموړي په توپ وهنه کې د افغان راشد خان، افریقايي وین پارنیل، امریکايي علي خان، فرید ملک او ظاهر خان خلاف د شپږیزو او څلوریزو لپاره بیټ را خلاص کړ او د ۳۹ بالونو لوبولو سره یې د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ ۶۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ سیالۍ د افغان کرکټ بورډ په نوښت د لمړي ځل لپاره د ۵ لوبډلو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې پکې د کابل ځوانان، بلخ لیجنډز، کندهار نایټز، پکتیا پینټرز او ننګرهار لیوپرډز لوبډلې شاملې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لوبې به د روانې اکټوبر میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې دوام وکړي او هره لوبډله په لمړۍ راونډ کې دوه ځلې یو بل سره مخ کیږي.