سريزه:
شایعه هغه پدیده ده، چې د تېرو اورېدل شویو عمومي افکارو پر بنسټ جوړېږي او ښايي له خبر او یا هم له یوې بې بنسټه هیاهو او غوغا څخه رامنځ ته شي. شایعه یوه تر ټولو لویه رواني او ټولنیزه پدیده ده، چې ارواپوهان او ټولنپوهان پرې وخت ناوخت ځینې څېړنې او لیکنې کوي، ځکه چې له شایعې څخه په ورځني ژوند کې کله ناکله د متقابل غبرګون په څېر کار اخیستل کېږي. شایعه بېلابېل اړخونه لري او د جګړې، قحطۍ، طبیعي پېښو او داسې نورو ورته حالتونو کې یې اړخونه نور هم څنګ او څټ پيدا کوي او پېچلې کېږي.
موږ ډېر ځله دا په خپل ژوند، کورنۍ او ټولنه کې داسې ډېرې بیلګې لرو او لا شته چې وخت ناوخت یې زموږ ژوند او چارې ټکنی کړي. د کرونا پر مهال د ماشومان پيدا کېدل او د تور چای له څښلو یې که را پیل کړو او بیا د جمهوریت تر سقوط او بیا د ډالرو تر دې مڼډو دا ډول د شایعو اغېزې دی چې په ډېر مهارت او ځیرکتیا د عامو او کله کله د غټو څارګرو ډلو په وسیله جوړي او زموږ عامو خلکو په وسیله او زموږ پر ضد کارول کېږي او کیدای شي په همدې ډول موږ خپل ټول ملي او ارزښمند شته له لاسه ورکړو.
موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې شایعه په علمي ډول د ارواپوهنې له اړخه وڅېړو او له خلکو سره خپلې خبرې شریکې کړو.
شايعه د تاريخ په اوږدو کې:
شایعې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو وګړو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده. د لرغوني روم امپراتوران تر دې بریده په شایعو روږدي ول، چې آن د خپلې امپراتورۍ پر مهال یې ځینې ډلې د خبر ټولوونکو په نوم ګومارلې وې، چې د خلکو منځ ته به تللې او هر هغه څه به یې، چې اورېدل د امپراتور ماڼۍ ته به یې وړل او د اړتیا په وخت کې به یې خپله هم شایعې خپرولې. توسیدید(Thucydide) چې د ۳۹۵- ۴۶۰ له میلاده وړاندې کلونو د یونان د تاریخ یو تر ټولو لوی تاریخ لیکوونکی دی په دې اړه لیکي، چې د رومیانو دښمن یو ځل شایعه خپره کړه، چې د یونان کوهيان په زهرو ککړ شوي او همدا ډول د سقراط په اړه لیکي، چې نوموړی هم د شایعې په وسیله چې ګڼ ځوانان به یې بې لارۍ او پاڅون ته هڅول ووژل شو.
د اسلام تاریخ که مطالعه کړو نو وینو، چې الله(ج) د قران شریف د احزاب په سوره کې شایعه اچوونکي له منافقانو سره، چې په زړونو کې یې ناروغي او ناپاکي وي برابر کړي.
علامه طباطبايي د المیزان په تفسیر کې شایعه اچوونکي په مرجفین تعبیروي او شایعې ته ارجاف وايي او ارجاف بیا له رجف څخه اخیستل شوې، چې د لړزېدو په مانا ده یانې هغو خبرونو ته ویل کېږي، چې د خلکو زړونه لړزوي او خواشیني کوي یې.
په قران کریم کې د شایعې په اړه، چې کفارو به د اسلام د خپراوي په وړاندې کولې نورې داسې بېلګې هم شته لکه : د حضرت محمد(ص) په اړه خپره شوې شایعه، چې ګنې شاعر دی او دا هرڅه چې د قران په نامه یې وايي د هغه خپل شعرونه دي.
د بې بې عایشې (رض) بې ابرو کول یوه بله شایعه ده، چې په یوه غزا کې د مسلمانو لیکوالو په وینا: منافقانو خپره کړه او ډېر صحابه کرام او خپله حضرت محمد(ص) یې هم پرې وځوراوه، همدا ډول د بي بي مریم، حضرت یوسف(ع) او دا ډول ډېرې نورې بیلګې هم شته، چې د اسلامی تاریخ په اوږدو کې شایعه خپل شته والی پرې جوتولی شي. کولای شو ووایو، چې شایعه نظر هغې وړتیا او غښتلتیا ته، چې لري یې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل فرهنګونه او تمدونونه سره همغږي کړي، خپاره کړي، جنګولي او توانېدلې، چې خپل شته والی وساتي.
یو رومي شاعر ویرژیل له میلاده یوه پېړۍ وړاندې د شایعې او د هغې د چټکتیا په اړه ویلي و:”اې شایعې! له تاپرته بل ګړندی او چټک شیطان نشته، ته چې هرڅومره پر وړاندې ځې په هماغه کچه دې ورانونکی ځواک ډېرېږي “.
دافغانستان له لرغوني تاریخ نه که تېر شو او معاصر تاریخ یې ولولو نو د شایعې بېلابېلې بېلګې به په کې ومومو او دا به راته جوته شي، چې نیواکګرو او یرغلګرو ځواکونو له افغانانو سره د جګړو او مبارزو پر مهال شایعې، چې د افواه او پروپاګندو په نوم هم یادېدلې خپرولې:
کله چې په میوند کې انګرېزانوماته وخوړه نو شایعه یې خپره کړه، چې سردار ایوب خان له هرات څخه دوی ته یو لیک استولی و،چې که انګرېزان قندهار ده ته وروبښي؛ نو سردار ایوب خان به د دوی په چوپړ کې وي، کله چې انګریزانو دا کار ونه کړو نو ایوب خان لښکرې رامیدان ته کړې او د میوند پېښه رامنځ ته شوه، دا په داسې حال کې وو، چې ایوب خان به چې کله مجبوره شو په هندوستان کې انګرېزانو ته د ستړي مشي په انداز لاس ورکړي نو بیا به یې لاسونه مینځل او داسې به یې انګېرله چې ګنې لاسونه یې مردار شول او نورو افغانانو ته به یې هم ویل کوم لاس، چې دښمن ته ورکول کېږي باید پاک شي.
غبار لیکي انګرېزانو له هغې کرکې، وېرې او تعصب څخه چې له افغانانو څخه یې درلوده نېږدې سل کاله له نظامي او سیاسي یرغلونو سره سره د خپلو پروپاګندو په وسیله، چې موخه یې هماغه شایعه ده د افغانستان پر وړاندې کار واخیست او افغانان یې پرې وځپل، چې آن تر ننه هم افغانستان خپله اصلي څېره نړۍ ته نه ده ورښودلې ځکه چې د غبار په اند د انګرېزانو د شایعو او تبلیغاتو پرده دومره ضخیمه وه، چې آن د ګاونډیو هېواودنو لیکوالو او موریخینو هم، چې له افغانستان سره دیوال په دیوال ګاونډیان هم دي له انګرېزانو الهام اخیستی او ددې پر ځای، چې خپلو عیني تجربوته پام وکړي خپل اصالت وساتي، خپله نوښت وکړي خپل انځور ولري، فکر وکړي او هرڅه خپله وڅېړي تل یې د انګرېزانو له استعماري هندارو افغانستان ته کتلي.
همدا راز پر(۱۸۴۶) ز کال یې د دوست محمد خان پر ضد د ننګرهار په اشپان او ماماخیلو کې خلکو پاڅون وکړ، نو دوست محمد خان مجبوره شو، چې وزیرمحمد اکبر خان سیمې ته واستوي او وزیر اکبر خان هم، چې نور د دوست محمد خان له پاچاهۍ تر سپږمو پورې راغلی و د امیر دا امر یې ومانه او ختیځ ته ولاړ هلته یې خلکو ته قناعت ورکړ او بیا د سند لور سرحد ته ولاړ هلته یې سیکان مغلوب کړل، خو دوست محمد خان دا هر څه نه غوښتل او د اکبر خان په مخنیوي پسې راووت په همدې وخت کې اکبر خان تبه کوي او د یوه هندي طبیب په زهرجنو ګولیو مسموم او مري بیا د مزار په روضه کې خاورو ته سپارل کېږي. په همدې وخت کې د خلکو تر منځ شایعه(افواه) خپرېږي، چې دوست محمد خان د هغه سیاسي مخالفت له امله چې له اکبر خان سره یې درلود اکبر خان یې مسموم او مړ کړی.
دا ډول او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې زموږ او نورې نړۍ په تاریخ او فرهنګ کې شته، چې په ښکاره ډول شایعه د یوې تاریخي پدیدې په ډول راپېژني او نویو علومو یوازې دومره کړي، چې اړوند والی یې ثابت کړي چې شایعه تر ډېره بریده یوه رواني او ټولنیزه موضوع ده.
د شايعې تعريف:
شایعه په لغت کې هغه بې اره خبر دی، چې د وګړو ترمنځ د ژبو پر سر وي، خو له علمي اړخه هغه پيغام ته ویل کېږي، چې د ټولنې په وګړو کې خوله په خوله ګرځي خو، واقعیتونه یې نه مني. حمید هاشمي په فرهنګ حمید کې لیکي : شایعه په لغت کې هغه خبر دی، چې له ډاډ، روغتیا او روڼتیا پرته په خلکو کې خپرېږي.
شایعه هغه پيغام دی، چې د خلکو تر منځ دودېږي؛ خو واقعیتونه یې نه تاییدوي. څوک، چې د یو څه په اړه دبېړنیو مالوماتو غوښتونکی وي او تر لاسه کولی یې شي نو په شایعو ډډه کوي او مني یې که د تعصبونو پر بنسټ وي او کرکې توجیه کړي نو د خپراوي لاره یې لا ډېره هوارېږي، یاداچې ووايو شایعه هغه پيغام دی، چې په نا رسمي ډول یانې خوله په خوله لېږدول کېږي او په داسې یوې موضوع پورې اړه پيدا کوي، چې د سموالي او ناسموالي څېړنه یې ستونزمنه وي. شایعه کې ډېرو هغو څیزونو ته ځای ورکول کېږي، چې وګړو ته ډېر اهمیت ولري. کیدای شي په شایعه کې ځینې برخې حقیقت ولري خو د شایعې موخه دا ډول نه وي او تل ناسمه ثابته شوې وي.
نوي علوم په ځانګړې ډول د اړیکو علم شایعه هغه نا رسمي او نامعتبره خبرې اترې بولي، چې د سمو اطلاعاتو پر بنسټ نه وي ولاړې او یا هم سم اطلاعات دومره په کې خوله په خوله او تحریف شوي وي، چې خپل اصلي حالت یې له لاسه ورکړی وي او د لومړنۍ سرچینې په څېر نه وي.
شایعه هغه پروسه یا لړۍ ده، چې په وسیله یې ځینې ناسم خبرونه، پرته له دې، چې سرچینه یې معلومه وي له اغراق او لمسون څخه په ډک حالت کې خپرېږي او داچې څوک یې نه تاییدوي او سرچینه یې هم نه وي نو دا خپله د وګړو لپاره انګېزه ګرځي او د هرچا تلوسه ورته پيدا کېږي.
د پورتنیو تعریفونو د منځپانګې په لوستلو او د پوهانو نظرونو او اندونو ته په کتو سره دې پرېکړې ته رسېږو، چې د آل پورت، ګردن او پستمن لیو دا لاندې تعریف تر ډېره برېده یو منلی تعریف وګڼو، چې داسې وايي:”شایعه هغه ګزاره(موضوع) یا ګومان دی، چې دثابتولو لپاره یې ډاډمن دلایل نه وي، چې دغه ګومان ډېر ځله په شفاهي ډول له یوه کس څخه بل کس ته لېږدول کېږي “.
شايعه کوم مهال دودېږي؟
شایعه هغه مهال ډېره دود او موډ ګرځي، چې وګړي د یوې موضوع په اړه لېوالتیا ولري او سرچینو ته لاس رسی نشي پیدا کولی. کله چې یو شمېر کسان د یوې موضوع په اړه خبرونو او مالوماتو ته اړتیا پیدا کوي نو هر ډول خبرو او اطلاعاتو ته غوږ نیسي او په خپلو کې یې خپروي.
کله چې په یوه ټولنه کې واقعیتونه له وګړو پټ او په پرده کې وي یا یې هم روڼتیا وګړو ته پېچلې او ګونګه وي او رسنیو هم سر نه وي پرې ګرولی نو د شایعو لپاره زمېنه برابرېږي. په ځینو ټولنو کې لکه افغانستان ډېر ځله رسنۍ هم د ځینو بهرنیو څارګرو ادارو او رسنیو په اوتوبوتو مانا شایعو شخوند وهي او په یوه ډول استعمالېږي.
هدایت الله ستوده د ډوب (Doob) له قوله لیکي: چې د شایعې په خپراوي کې دوه لاملونه ډېر مهم دي، چې یو اهمیت او بل ابهام دی.
اهمیت: د شایعې په اړه لیوالتیا هم د شایعې ویونکي او هم اورېدونکي ته اهمیت لري.
ابهام: دیوې موضوع اړوند ابهام تر ډېره بریده د شایعې په خپرونه کې مرسته کوي او بله دا، چې ابهام د یوې موضوع په اړه د دوه یا له دوو ډېرو تعبیرونو شته والي ته وايي.
له دې خبرې څخه داسې ښکاري، چې پورتني دوه لاملونه به د شایعې د خپرېدو تر ټولو مهم لاملونه وي ځکه دا خبره موږ هم تجربه کړې کله، چې یو عادي جریان یا څه ګورو، چې ابهام نه لري نو کومه تلوسه نه ورته پيداکوو، خو که همدغه خبره یا شایعه د ۱۳۸۹کال د وږي د اوویشتمې نیټې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وي نو په دې خبره کې ابهام شته، چې ګنې په ټاکنو کې به درغلۍ، لاسوهنې او … شوي وي ځکه چې دا پروسه په ځینو برخو کې د خلکو له نظره پټه وه او شک پرې کیدای شي، نو ځکه په کې د شایعو امکان شته او تر ډېره بریده ورته زمینه هم برابره ده او دویمه دا چې د ټاکنو موضوع زموږ د ټولنې وګړو ته ډېر اهمیت هم لري.
د شايعې مشتريان:
هره شایعه د خپرېدو او په وګړو کې د منلو لپاره ځانګړي مشتریان لري د بېلګې په ډول د مالي چارو شایعې د هغو کسانو لپاره ډېرې د اهمیت وړ دي، چې د هغو کاروبار مالي چارې وي او شایعې یې په یوه ډول له ګټو سره اړیکي ولري او اغېزمن یې کړي،نو له دې امله د انسان هره اړتیا د شایعې په منځپانګه او ځواک ځانګړی اغېز شیندي په دې مانا که یو هټۍ وال د نرخونو له لوړوالي تر پوزې راغلی وي نو د نرخونو د راټېټېدو په اړه شایعو ته ډېر چمتوالی لري او لیوالتیا ورته ښیي نظر هغه کس ته چې د یوه بزګر په توګه د خپلې ځمکې محصولات په هټۍ وال پلوري.
د شایعې بهیر یا پروسه یوه ټولنیزه پروسه ده، چې د یوې ټولنې یو غړی کیدای شي په بېلابېلو ونډو او څېرو کې راڅرګند کړي؛ ځینې کسان داسې دي، چې یوازې پيغام راوړي او په هغه څه اعتماد او تکیه کوي او نورو ته یې هم لېږدوي، ځینې کسان بیا داسې وي، چې د شکمنو کسانو په څېره کې راڅرګندېږي، هغه څه چې اوري شک پرې کوي همدا راز ځینې بیا داسې دي، چې د شایعو تعبیر، تفسیر او شننو ته مخه کوي او په دې هڅه کې وي، چې د راتلونکو پېښو په اړه پوه شي او د احتمال په صورت کې خپله پرېکړه او چمتوالی ونیسي.
اړیکپوهان د شایعې مشتریان یا مخاطبان په څلورو ډلو ویشي، چې په لاندینیو څو کرښو کې به یې در وپېژنو.
لومړۍ ډله هغه کسان دي، چې د شایعې له اورېدلو سره سم ددې پرځای چې پيغام په خپل وخت له بل چا سره شریک کړي یا یې د کره والي او ناسم والي په اړه سپړنه وکړي هغه څه نورو ته لېږدوي، چې خپله یې اورېدلي او دا خبره طبیعي ده، چې د نه پاملرنې، هېرېدنې، هیجان او داسې نورو حالاتو له امله تر یوې کچې به په پيغام کې لاسوهنه او تصرف هم کېږي.
دویمه ډله هغه کسان دی، چې د موضوع په اړه د شایعې په جامه کې خپره شوې د درک اړین فکري ځواک نه لري، خو د نظر د خاوندانو په رایه باندې تکیه کوي او هڅه کوي، چې د موضوع تل (حقیقت) ته ځان ورسوي.
درېیمه ډله هغه کسان دي، چې شایعو ته هر کلی وايي او ځانونه د هغو کسانو په څېر کوي، چې هم خپله شایعې خپروي او خپله هم د شایعو په خپرولو صرفه نه کوي.
څلورمه ډله هغه پوه او خبر انسانان دي چې نه یوازې هرې ببولالې ته غوږ نه نیسي بلکې پر وړاندې یې درېږي او مخنیوی یې هم کوي.(۱۴)
د شايعې ډولونه :
کارپوهان شایعه په بېلا بېلو ډولونو وېشی خو تر کومه، چې ټولنېز اړیکي یو له بله سره تړلي او د انسانانو انګېزې هم توپیر سره لري نو نشو کولای چې شایعې په اړینه توګه سره ووېشو. شایعې معمولاً په دوه ډوله دي، یو ډول د وخت له مخې او بل ډول د انګېزو له مخې، چې د وخت له مخې دادي:
۱- بهېدونکې شايعې: بهېدونکې شایعې هغه شایعې دي، چې ډېرې هوسا خپرېږي او وګړي هغه پټې یو بل ته په غوږونو کې د وربنګیدلو په وسیله لېږدوي. دغه ډول شایعې په انفعالي ډول منل کېږي. دا شایعې په څرګند ډول بې غږه او خوځنده وي او دا حالت اعتماد او ډاډ له منځه وړي او پایله هر چېرته خپروي د بېلګې په ډول د ببرک کارمل په وخت کې شایعه شوه، چې په کابل کې یو کس پيدا شوی او نوم یې لشمک دی خلک وژني، مالونه یې وړي او تېری پرې کوي او دا چې لشم دی نو څوک یې نیولی او په سزا هم نشي رسولی.
۲- سوځنده شايعې: سوځنده شایعې داسې دې لکه اور، چې په درمند ورلګېږي او په ډېر لږ وخت کې خورا ډېرې کودې سوځي. ټولې هغه شایعې چې د طبیعي پېښو، ناورینونو، بریالیتوبونو، ماتې او جګړو پر مهال خپرېږي له همدغو شایعو څخه وي. دا چې دا شایعې تر ډېره بریده عاطفي او هیجاني لنګر لري نو په ناڅاپي توګه د وېرې، وحشت، تاوتریخوالي او یا هم خوښۍ لامل ګرځي او غبرګون یې هم ډېر ګړندی او چټک وي.
۳-لاموبوزنې شايعې: لامبوزنې شایعې هغه دي، چې د یوه وخت لپاره دود ګرځي؛ ځواکمنېږي او بیا بېرته لکه یو لامبوزن د اوبو تل ته ځي او پټې پاتې کېږي تر هغې چې بیا زمینه ورته برابره شي او بیا د شایعې په څېره کې راڅرګندې شي هغه خبرې چې په ځنګلونو کې د پېریانو، شیشکو، زهرجنو اوبو او سبو، وحشي انسانانو، د ماشومانو د تښتونې، د جنسي تېري او داسې نورو موضوګانو په اړه خپرېږي له همدغو شایعو څخه دي.
آلپورت اوپستمن په خپل کتاب (د شایعې ارواپوهنه) کې یوه ډېره ښه بېلګه راوړي، چې درسره شریکه به یې کړو:
”په لومړۍ نړیواله جګړه کې د المان پوځ یو سرتېری اسیر کړی و، هغه خپلې کورنۍ ته په یوه لیک کې ولیکل له لیک سره، چې کومه دمبوره ما درلېږلې هغه ماته کړﺉ او ویې ګورﺉ؛ د سرتېري کورنۍ، چې لیک پرانیست نو حیران شول، چې زموږ زوی خو هېڅکله هم دمبوره نه خوښوله خو بیا یې هم دمبوره پرانیستله او ویي لیدل، چې پرې لیکل شوي وو الماني پوځ د سرتېري ژبه غوڅه کړې“.
دغه شایعه په دویمه نړیواله جګړه کې هم دود شوه په داسې حال کې، چې دا خبره په دوو دلیلونو ناسمه وه یو دا چې د اسیرانو لیکونه له دمبورو سره نه لېږل کېدل او بل دا چې د طب له اړخه هم که د چا ژبه پرې شي ژرترژره باید پرې جراحي عمل ترسره شي له دې کاره پرته د وینې له تللو انسان له مرګ سره مخامخ کېدای شي.
شايعه د انګېزې پر بنسټ په څو ډوله ده؟
شایعه د انګېزې پر بنسټ یانې د ذهني معیار له مخې په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
۱- شیطاني شایعې: شیطاني شایعې هغه شایعې دي، چې له وېرې او ډار څخه ډکې وي کله چې د یوې ټولنې وګړي له کوم څه ډارېږي نو دې ته چمتوالی پيداکوي، چې شایعې ومني ځکه چې ډار ورسره وي.
څو کاله وړاندې په کابل کې شایعه شوه، چې بیګاه شپه یوه شدیده زلزله کېږي، چې ډېر بلاکونه او کورونه به ونړوي هغه شپه کابل ښاریانو او په ځانګړې توګه د مکروریانو اوسېدونکو ټوله شپه له خپلو کورنو بهر په ویښه تېره کړه کله چې رسنۍ په دې شایعه خبرې شوې نو پرله پسې یې پيغامونه خپاره کړل چې داډول خبر هیڅ نړیوالې او ملي اړوندې ادارې نه دی تصدیق کړی او یوازې یوه شایعه ده د دې شایعې سرچینه څرګنده نه شوه او یوازې دومره ویل کیدل چې کوم چا ته یې خپلوانو له پاکستانه ټیلفون کړی وه.
۲- ډارونکې شايعې: دا ډول شایعې ډېر ځله په دې موخه ترسره کېږي، چې وګړي وګواښوي او وېره ورته پيدا کړي د دې ډول شایعو منځپانګه ډېره داوي چې وګړوته یو ډول تخیلي وېره پيدا کړي. د بېلګې په ډول په یوه ښار کې وګړي مظاهره کوي او دولت په دې موخه چې وګړي وویروي اخطارونه خپروي او ګواښونه کوي، چې که څوک لارو او کوڅو ته راووځي نو زندان کې به یې واچوي، شکنجه او ربړونې به ورکړي. یا دا چې په یوه کلیواله سیمه کې د دولت مخالفین په یوه شپه پاڼه کې لیکي چې که څوک له دولت سره مرسته وکړي یایې جاسوسي وکړي نو سر به یې ترې غوڅ کړي، کیدای شي دا هرڅه چې ویل کېږي عملي یې هم کړي، خو له عملي کولو وړاندې چې هرڅه کوي موخه یې یوازې شایعه وي.
۳- رويايي(خيالي) شايعې: هغه شایعې دي چې د وګړو تر منځ د هیله مندۍ لپاره خپرېږي دا ډول شایعې وګړي هیله مندو تخیلونو او فکرونو ته ورټېل وهي. دا شایعې وګړو ته د ښه احساس د ورکولو لپاره خپرېږي او ډېر هغه مهال دود ګرځي چې په یوه ټولنه کې جګړه، طبیعي پېښه او ناورین روان وي.
شايعه ولې منل کېږي؟
هره شایعه یا اوازه د خپراوي او منلو لپاره له خپلو اورېدونکو(مخاطبانو) سره اړیکو ته اړتیا لري. د انسان هره اړتیا او غوښتنه شایعې ته ځانګړی ځواک او واک ورکوي. هغه لاملونه چې د شایعې په منلو او خپرولو اغېز کوي په لاندې ډول دي:
۱- کرکه: کرکه کولی شي د شایعې د منلو یو لامل شي، څوک چې له چا کرکه لري د هغه په اړه په خپل ذهن کې ناوړه تصویرونه انځوروي او پرته له کوم دلیله د نوموړي په اړه منفي خبرونه مني او دغه ډول شایعې په واقعیت کې یو غچ وي.
۲- توجيه: توجیه ډېر ځله د شایعې د منلو په برخه کې اغېزه کوي او منل کېږي په دې مانا؛ کله چې د نورو وګړو په اړه ښه نظر نه لرو نو د هغوی په اړه ناوړه شایعو باندې باور کوو او ځان توجیه کوو چې ګنې موږ خو ښه یو، که دا توجیه ونه لرو او ځان هم ملامت کړو نو د شایعې منل تر یوه حده د زغملو وړ نه وي.
په( ۱۳۶۹ هـ ښـ ) کال په امریکا کې یوه څېړنه وشوه او څېړنې دا وښوده هغو کسانو چې نژادي تبعیضونه لرل د تورپوستو په اړه یې ډېرې شایعې منلې وې ځکه چې په دې یې خپل ځانونه هم غوره یا توجیه کړي وو چې ګڼې تورپوستي ضرور بدکاره او ناوړه انسانان دي.
۳- دسکوت ماتول: شایعه کله نا کله د سکوت د ماتولو لپاره هم کارول کېږي د بېلګې په ډول څو خپل خپلوان یوې میلمستیا یا غونډې ته تللي او تر دې چې د میلمستیا خواړه راشي یا نور میلمانه هم راپوره شي سره یوځای کېږي او دا چې د ویلو لپاره څه نه لري نو وايي:”ایا اورېدلي مو دي چې…“ له همدې خبرې سره د شایعو د جوال خوله پرانیستل کېږي او سکوت ماتېږي او هر میلمه ددې لپاره چې ځان اوقي او له حالاتو خبر څرګند کړي نو په خبرو یوه خبره بله هم ورزیاتوي او بحث تودېږي آن دا چې د وخت تېرېدل هم نه احساسوي.
۴- د واقعيتونو تحريفول: شایعه له یوې خولې تر بلې خولې پرله پسې تحرفېږي تر دې، چې لومړی لاس شایعه تر څو نورو لاسونو پورې ډېر توپیر پيدا کوي آن دا چې که کوم څوک شایعه له څو لاسونو وروسته بېرته لومړي کس ته کیسه وکړي نو کېدای شي لومړی کس بیخي حیران پاتې شي او کېدای شي له خندا یې هم بډوډي وخوږېږي!
ارواپوهانو یو وخت د حافظې په اړه یوه څېړنه کړې وه او د یوه ټولګي زده کوونکي یې په څو ډلو وېشلي وو او لومړۍ ډلې ته یې یوه کیسه کړې وه بیا زده کوونکو کیسه بلې ډلې او بیا بلې ډلې کیسه بلې ډلې ته کړې وه. د څېړنې په پای کې ارواپوهان دې پایلې ته رسېدلي وو، چې زده کوونکو د کیسې په اصله منځپانګه کې ځمکه او اسمان بدلون راوستی وه ډېرې برخې یې لرې او ډېرې یې ورزیاتې کړې وې.
که څه هم څېړنه د حافظې په اړوند شوې وه خو مالومه شوه، چې حافظه هم د شایعې په پروسه کې په څرګند ډول ونډه لري او دا خبره مو د شایعې د پروسې تر سرلیک لاندې کرښو کې هم ویلي وه.
۵- ځانښودنه: ځان ته د خلکو د پاملرنې جلبول هم پر شایعه اغېزه کوي. دا چې یو څوک غواړي د خپل ټولنیز اعتبار پيداکولو لاره جوړه او زمینه ورته برابره کړي شایعه جوړوي، خپروي یې او په دې ډول خلکو ته ښیي، چې ګنې ډېر پوه انسان دی یا کېدای شي په دې ډول خپل ساعت او وخت تېر کړي یا نور له ځانه سره بوخت وساتي.
۶- زيان رسونه: کله کله داسې هم کیدای شي، چې څوک چاته د زیان رسولو په موخه شایعه خپره کړي یایې جوړه کړي یا په بل عبارت دا چې یو څوک کېدای شي د یو چا د رټلو، غیبت او ځان لپاره د ډال په څېر کارولو هوډ ولري او په دې ډول شایعه جوړه کړي.
۷- فرافګني: ځینې وختونه داسې هم پېښیږي، چې یو انسان خپلې وېرې، هیلې او دښمنۍ نېغ په نېغه نشي ویلی او د یوې شایعې بڼه یې له وجوده په خپل سر راوزي او کېدای شي، چې له دې وېرو، هیلو او دښمنیو خپله هم خبر نه وي.
۸- مبالغه او لويونه: شایعه سره له دې چې تحریفېږي له مبالغې سره هم لاس او ګریوان ده. شایعه که دروغ هم نه وي لږترلږه لوی واقعیت خو ګرځېدلی دی. د بېلګې په ډول که د کوم وزارت په اداره کې کومه لفظي شخړه وشي وروسته له څو خولو او یو بل ته له ویلو څخه کېدای شي دا خبره په وګړو کې شایعه شي، چې د یوه وزارت په اداره کې یوه لویه شخړه شوې او څو تنه په کې مړه او ټپیان شوي. دا خبره که رسنۍ ونه شاربي نو کېدای شي شایعه خپرونکي لویه غوغا ترې جوړه کړي حال داچې کېدای شي د شایعه خپرونکو موخه دا وي چې دوی له هرڅه خبر دي او له لویو چارواکو سره اړیکي لري.
لویونه د انسانانو یوه ذاتي لیوالتیا ده او زموږ تاسو ډېرو په وجود کې دا ځانګړنه شته او د شخصیت یوه برخه مو ده موږ ته خوند راکوي، چې یوه پېښه او ناورین لوی او غټ وښیو او دغه کار له دې امله ترسره کوو، چې دا مو عادت دی او یاهم له دې امله چې سمه پاملرنه مو نه ده ورته کړې یا مو هم مالومات کم دي یا هیڅ یو له دې لاملونو؛ بلکې ددې لپاره چې پاملرنه مو جلب کړي وي او له خپلې اغېزې لاندې مو څوک راوستلي وي دا کار ترسره کوو. ددې کار دلیل هر څه چې وي وي به، خو دشایعې په خپرولو ډېره اغېزه کوي.
له شايعې سره څه ډول مقابله وکړو؟
لکه په پورتنیو کرښو کې مو، چې وویل شایعه کیدای شي ډېرې ستونزې او ربړې راوزېږوي، خو دا چې څنګه د شایعو په وړاندې مبارزه وکړو او مخه یې ونیسو نو اړینه ده، چې ځینې لارښوونې په پام کې ونیسو. تر څو د شایعې په مخنیوي او خنثا کولو کې ګټه ترې واخلو، چې دا بیا خپله په دې پورې هم اړه لري چې د شایعې رواني او ټولنیزه منځپانګه او هغه انګېزه، چې شایعه د هغو پر بنسټ طرح شوې څه ډول ده.
پوهان له شایعو سره دمخامخ کېدو او له اغېزو څخه یې په امان کې د پاتې کیدو لپاره ځینې لارښوونې کوي چې سره شریکې به یې کړو:
۱- له خبرونو او پېښو نه د ابهام لرې کول: له خبرونو، پېښو او جریانونو د ابهام لرې کول او وګړو ته دحقایقو رسول او همدا راز په پېښو رڼا اچول او سپيناوی هغه هم په موقع او وخت سره له ډېرو لویو ستونزو څخه، چې له شایعې څخه پيداکېږي مخنیوی کوي.موږ وړاندې هم وویل چې ابهام د شایعې د خپرولو یو لوی لامل دی نو ښه ده، چې ابهام له منځه یوسو او شایعه په نطفه کې خنثا کړو. شایعې د جګړې پر مهال ډېرې خپرېږي نو اړینه ده چې رسنۍ په ډېر مهارت او پرانیستو سترګو وګوري او پر حقایقو ښه سر خلاص کړي.
۲- وګړو ته د ذهني مشغولا پيداکول: بیکاري او وزګاري په انسانانو کې ځینې غبرګونونه زېږوي له ډک او بوخت ذهن نه خالي ذهن ډېر دې ته چمتو کوي، چې شایعه ومني، څوک چې ذهني بوختیا نه لري پر شایعو باور کوي او خپروي یې تر څو ځان ته بوختیا پيداکړي او بوخت او خوښ شي دغه وضعیت په کلیو، هجرو او پیتاوو کې په ښکاره لیدل کېږي نو ددې لپاره، چې د لاسونو بیکاري د ژبې د فعالیت لامل ونه ګرځي او د شایعې لپاره زمینه مساعده نه شي نو اړینه ده، چې د ذهن او جسم لپاره سالمې بوختیاوې برابرې او له شایعو مخنیوی وکړو.
۳- د ټولينز فرهنګ ځواکمنول: که په یوه ټولنه کې شایعې ډېرې دود وي نو دا حالت دا مانا لري، چې په یاده ټولنه کې ټولنېز فرهنګ ډېر کمزوری دی، که موږ غواړو چې له شایعو په امان کې واوسو نو اړینه ده چې د فرهنګ د رغولو په عناصرو فکر وکړو او د فرهنګ رغول سره له واړه پېچلتیاوو چې لري یې وڅېړو او پراخه کارونه ورته وکړو.
په دې کارونو کې به زموږ یو مهم کار دا وي، چې وګړي د شایعو له زیانونو څخه خبر کړو او لارښوونه ورته وکړو چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په امریکا کې ډېرې شایعې خپرېدې او خلک ېې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي وو، په دې وخت کې د”ر.ج.کارین“ په نوم یوه امریکايي خبریال د یوه سیمه ییز ارواپوه په مرسته یوه اوونیزه چاپ او خپره کړه او په هغې اوونېزه کې به یې هغه شایعې خپرولې، چې دېوې اونۍ په ترڅ کې به یې په سیمه کې شایعه کېدې او بیا به یې د ارواپوه په مرسته ځوابولې دغه کار په امریکا کې د شایعې د کلینیک په نوم شهرت وموند او بیا وروسته نورو خپرونو هم همدا لاره تعقیب کړه او د خپلو لیکنو، داستانونو او خبرونو په وسیله یې ډېر امریکایان د شایعو له زیان ځینې وژغورل او ډېر نور یې د شایعې پر وړاندې د مبارزې لپاره وروزل.
۴- له نامسقيمو طريقو څخه کار اخيستل: د شایعې پر وړاندې د مقابلې لپاره د نامسقیمو لارو څخه هم کار اخیستلی شو د بېلګې په ډول د خلکو مذهبي او وطن دوستانه احساساتو پارول، د شرم د احساس القا، پوسترونو، اعلامیو، فلمونو، ډرامو او داستانونو خپرول او له ارواپوهنې سره د خلکو بلدول او داسې نور…
په دې ډول کولای شو له شایعو څخه مخنیوی او ځان وژغورو ښه خبره خو داده، چې د شایعو په لغو او سپیناوي کې له مخورو، سپين ږېرو، مشرانو او د نفوذ او درناوي وړ کسانو څخه مرسته وغواړو. (۱۷)
کله چې شایعه خپره شي او خلک له ستونزو سره مخ کړي ارواپوهان وايي چې دا لاندیني بېړني اقدامونه باید ترسره شي:
۱- د شایعې د سرچینې او شایعه اچوونکو پېژندنه
۲- د شایعې د سرچینې بې اعتباره کول او د خپرونکو د هویت ښودنه
۳- هغو وګړو ته چې شایعې خپله اغېز پرې شیندلی شي د سمو اطلاعاتو ورکول
۴- شایعه په شایعه له منځه وړل دا ډول شایعې ډېرې په رواني جنګونو کې کارول
کېږي خو پام مو وي، چې د وګړو اعتماد له منځه لاړ نه شي مسوولینو ته ښايي چې زر حقیقت د خلکو غوږونو ته ورسوي او خلکو ته دا روښانه کړي، چې په شایعه د شایعې ځواب د هغه وخت یو مجبوریت او غوښتنه وه.
۵- ځینې څېړونکي په دې ګروهه دي، چې په افغانستان کې دشایعې او دهغې د خپرونکو پر وړاندې د څېړنې مرکز جوړ شي، چې وخت نا وخت په هېواد کې دننه او بهر د شایعو مخنیوی وکړي او د شایعه پالو څېرې څرګندې او ښکاره کړي.
پايله:
په افغانستان کې دا څو لسیزې جګړه ده او په دې جګړه کې کله کلی له ښار او کله ښار له کلي سره جنګېږي، چې دې جګړې ته د سیاسي چارو شننونکي د یوې نیابتي جګړې په سترګه ګوري او په نیابتي جګړه کې ترټولو ښه وسیله عامه افکار او ذهنیت دی، چې که یې دښمن د شایعو په وسیله په غولولو بریالی شي نو په خپله ګټه به یې وکاروي او ډېرې حکمرانۍ او دولتونه به رانسکور کړي او خپل ځواک یا ووایو، چې استعمار ته به لاره هواره کړي.
که زموږ دولت او په ټوله کې افغان ولس غواړي، چې افغانستان ته د وژنو پر ځای سوله راولي او د پردیو لاسونه لنډ کړي نو ښه خبره به دا وي، چې په سوله ټینګار وګړي او په دغه هڅه کې د پردیو له شایعو او پروپاګندو څخه مخنیوی وکړي، چې دا کار څوک سبوتاژ نه کړي او افغانان په دې پوه کړی شي، چې یا به یو کېږي کنه ورکېږي به اوپردیو څارګرو او شایعه اچونکو ډلو ته دا اجازه ور نه کړي ، چې زموږ د مظلوم ولس په احساساتو او باورونو لوبې وکړي او ملنډې ووهي.