شاهرخ خان ته د خپلې مور خاطره

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

پرون د شاهرخ خان د مور د ٨٠يمې کليزي سره برابره وه.

کله چې شاهرخ خان ١٥ کلن وو ،پلار يې چې تاج محمد نومېدی وفات سو او مور یې لطیف فاطمه خان هغه مهال وفات سوه چې شاه لا باليووډ کې قدم نه وو ايښی او ٢٦ کلن وو.

شاهرخ خان د خپلې مور هغه خاطره بیان کړې چې ده ته يې دده د وړتیا ډاډ ورکړی وو او د خلکو منفي خبري یې رد کړي وې.

د باليووډ باچا وايي هغه مهال چې زه ١٤ کلن وم نو مابه د ملګرو مخته د دليپ کمار چې اصلي نوم یې یوسف خان وو ډايلاګونه تکرارول ،خو ملګرو به مې راباندې خندله او راته ويله به یې چې دليپ کمار يو بريالی فلمي ستوری دی ته د هغه ځای ته هيڅکله نسې رسېدلای،خو يوازې زما مور وه چې زه به يې هڅولوم او پرما يې باور درلودی.

article l 2019719165954251940006182858119354710338 شاهرخ خان ته د خپلې مور خاطره

دی وايي مور به مې راته ويله داسي ورځ به راسي چې زما زوی به هم د دليپ کمار غوندې غوره اداکار وي.

شاهرخ خان وايي هماغه ورځ راغله ، د ديوداس د فلم پر سر چې کله په ٢٠٠٢ز کې دليپ کمار ماته پخپلو لاسونو ايوارډ راکړ نو په غوږ کې يې پټ راته وويله ( شاهرخه زویه ته دا ومنه چې په ديوداس فلم کې دې ترما غوره اکټينګ کړی)، نو دستي مې د خپلې مور هغه خبره په ياد سوه چې ويل يې ( داسي ورځ به راسي چې زما زوی به هم د دليپ کمار غوندې غوره اداکار وي).

images 2021 07 04t1842436766400712052895385. شاهرخ خان ته د خپلې مور خاطره

دی وايي زه اوس د نړۍ يو بهترین فلمي ستوری يم خو دا چې مور نلرم نو ځان ډېر غريب او بېوسه احساسوم،او زه هيڅکله د خپلې مور د مرګ پرمهال خپله غريبي نه سم هېرولای.

د شاهرخ خان مور په ١٩٩٠ز کې وفات سوه،که اوس ژوندۍ وای نو د ٨٠ کلونو په عمر به وای.