شاهد خان افریدي بیا د پاکستان لپاره نړیوال کرکټ پیلوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی پښتون شاهد خان افریدي غواړي بیا د پاکستان لپاره نړیوال کرکټ پیل کړي.
شاهد افریدي د پاکستان لپاره تیر کال د خپل رسمي نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، خو داسې ویل کیږي، چې نوموړی بیا د نړیوال کرکټ پیلولو ته راستنیږي.
د پاکستاني رسنیو او ورزشي خبریالانو د معلوماتو پر اساس ویل شوي دي، چې شاهد خان افریدي د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي میکي ارتهر سره پاکستانۍ لوبډلې ته د راستنیدو خبرې کړې دي او هغه هم ورته پوره ډاډ ورکړی دی.
پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ته د شاهد خان افریدي د بیرته راتګ خبر په داسې حال کې کیږي، چې په وروستیو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې حالت د تیر په پرتله سخت خراب شوی دی.
پاکستانۍ لوبډلې په خپل وروستي سیریز کې د نیوزیلنډ خلاف ۵ د ۰ مقابل کې ماتې وخوړه، چې د پاکستان د کرکټ مبصرینو او مینه والو توندې نیوکې پرې وشوې.
شاهد خان افریدي د کرکټ نړۍ هغه لوبغاړی دی، چې د خپلې چټکې توپ وهنې او ښې لیګ بریک توپ اچونې له کبله یې د میلونونو کرکټ مینه والو زړونه خپل کړي دي او لا هم یې هره سیالي ننداره کوي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی د پاکستان د کورني کرکټ په روان دویم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د کراچۍ کینګز لوبډلې لپاره هم لوبیږي او خپل کرکټ ته دوام ورکوي.
شاهد خان افریدي د پاکستان لپاره په نړیوال کرکټ کې ۲۷ ټیسټ، ۳۹۸ پنځوس اوریزه او ۹۸ شل اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کړې دي، چې په دغه لوبو کې یې د توپ وهنې برخه کې ۱۱ سلیزې او ۵۱ نیمه سلیزې جوړې کړې دي او د توپ اچونې برخه کې یې ۵۴۰ ویکټې ترلاسه کړې دي.
شاهد افريدي په نړیوال کرکټ په سترو شپږیزو وهلو سره هم مشهور دی او هغه لوبغاړی دی، چې په همدغه لوبیدونکو سیالیو کې یې ۴۷۶ شپږیزې هم وهلې دي، چې په نړیوال کرکټ کې هم د زیاتو شپږیزو په وهلو سره لمړی مقام لري، خو ورپسې ویسټ انډیزي کریس ګیل په ۴۵۴ شپږیزو سره دویم ځای لري.
کریس ګیل لا هم په نړیوال کرکټ کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې لپاره لوبیږي او ښايي چې دغه ریکارډ ډیر ژر په خپل نوم ثبت کړي.