د بالیووډ پاچا شارخ خان د هالیووډ مشهور ستوري لیونارډو ډي کاپریو، راک، او ټام کروز تر شاه پریښي.
ویکیپیډیا وايي، شارخ خان د نړۍ دوهم مشهور سینمايي ستوری دی، چې په یاده پاڼه کې ډیر لټول شوی دی.
د ویکیپيډیا له لورې خپور شوی نوملړ د ۲۰۰۷ د ډیسمبر څخه د ۲۰۱۷ کال تر ډیسمبر پورې د راټول شو مالوماتو په اساس ترتیب او خپور شوی.
دا نوملړ چې پکې له هالیووډ او بالیووډ څخه د ۳۱ سینمايي ستورو نومونه راغلي، له هندي سینما پکې شارخ خان، سني لیوون، او سلمان خان ځای لري.
شارخ خان چې په دې نوملړ کې دوهم ځای لري، تر شاه يې د هالیووډ نوموتي ستوري – ډي کاپیرو، جانسن (راک)، ټام کروز، انجلینا جولي، برایډ پيټ، او نور – پریښي.
په نوملړ کې پینځه ټاپ ترین کسان بیا (۱) کیم کارداشین، (۲) شارخ خان، (۳) انجلینا جولي، (۴) لینوارډو ډي کاپیرو، او (۵) ډیون جانسن دي.
سني لیوون په یاد لیست کې بیا شلم، اما سلمان خان بیا په نوملړ کې ۲۹ یم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې سني لیوون د هندي سینما یواځينې ستورې ده، چې په انټرنیټ کې تر بل هر چا ډیره لټول شوې ده. دا اوس اوس د سني لیوون ریکارډ یوې بلې هندې اداکارې پریا پرکاش مات کړ. پریا په خپلو سترګکونو له سني لیوون څخه میدان یوړو.
شارخ خان اوس له کټرینه کیف سره په ګډه د زیرو (صفر) فلم لپاره په شوټینګ بوخت دی. هغه په یوه وروستي ټویټ کې لیکلي، چې سهار وختي نه شي پاڅيدای، اما د شوټینګ یوه برخه يې سهار وختي ده. دې خبرې ته هغه اندیښمن دی.
صفر یا زیرو فلم کې له شاروخ خان او کټرینه کیف سربیره انوشکا شرما هم لوبیږي. دا له (جب تک هی جان) څخه وروسته ددې دریو اداکارانو ګډ فلم دی.
بل زیرو فلم به د سرې دیوي وروستۍ فلم وي، چې له مرګه مخکې پکې په یوه کوچنۍ صحنه کې د بالیووډ د نورو مشهورو اداکارانو، سلمان خان، عالیه بټ، کاجول، راني موکرجي، ډیپیکا پاډوکون، او کریشمه کپور سره لوبیږي.
سرې دیوي د فبروري میاشتې په وروستیو کې مړه شوه.