سیګار: د هوایي ډګر له لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د امريکا د ځانګړې پلټونکي يا سيګار ادارې ویلي چې،د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي.
د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP پروازونو کې د نغدو پيسو د لېږد په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال ټينګار کړی چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي.
سیګار زیاتوي، په داغه هوایي ډګر کې غیري VIP کسان له پنځو د تلاشي او شپږو د تفتیش ځایونو تېرېږي په داسې حال کې چې VIP مسافر هم یو ځال تلاشي کېږي.
سیګار وایي، په ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال کې هم ۹ کسان د نغدو پیسو له قاچاق سره ونیول شول چې غوښتل یې له VIP لارې ځان وباسي او په خبره یې بیا محکمې پرېکړه وکړه چې دوی ۱۵ سلنه جریمه کېږي.
دوی دغه راز په دې راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په اګست میایشت کې یو کس چې غوښتل یې له VIP لارې ۱۸ کیلو ګرامه سره زر او ۶ لکه اویا زره یورو له هېوا بهیر وباسي نیول شوی دي.
دغه راپور وایي، په ۲۰۲۰ کال کې په همې میاشت کې د ولسي جرګې وکیل چې غوښتل یې له VVIP لارې ځان وباسي له ځانه سره یې ۲ لکه ۳۵ زره ډالره، دوه لکه یورو غوښتل قاچاق کړي چې ونیول شو.
سیګار په دې راپور کې اندېښنه ښودلې چې افغان دولت دې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او دغه راز یې په هوایي ډګر کې د هغو ماشینونو پر نصب ټینګار کړی چې د پیسو د قاچاق په پیدا کولو کې مرسته کولای شي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره جمعه د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم ویلي و چې د حامد کرزي له هوايي ډګره قاچاق روان دی او په خبره یې نابلدې الوتکې چې هیڅ لوګو نلري میدان ته راننوځي او په شپه کې بېرته ځي.
د نوموړي دغه څرګندونو ته د ملکي هوایي چلند ادارې سخت غبرګون ښکاره کړو او زیاته یې کړه چې کابل ته هیڅ کومه بې لوګو الوتکه نه ده راغلې او نه هم اجازه شته چې داسې الوتکه دې راشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي