
ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه روانه ده
د لوبي پچه سکاټلینډ وګټل او توپوهنه يې انتخاب کړله.
سکاټلينډ په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۳۲۶ منډي هدف ورکړ.
د سکاټلينډ لپاره کراس ۳۲، کويټزر ۷۹، برينګټن ۳۳ او مکليوډ ۱۰۰ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره چي حميدحسن وروسته له ۳ کلونو يوځل بيا د لوبډلي سره يوځای سوی وو په ۱۰ اوورونو کي ۲ وکيټي ترلاسه کړې،افتاب عالم هم ۲ ويکټي او لوبډلمشر ګلبدین نائب بيا ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
افغانستان به په پوره ۵۰ اوورونو کي د سکاټلينډ ۲۲۶ منډو هدف ته ځان رسوي.
محمدشهزاد،حضرت ځاځی ،ګلبدین نائب، اصغر افغان ،نجيب ځدران، رحمت شاه،هشمت شاهدي،دولت ځدران حميدحسن،شراف الدین اشرف او افتاب عالم لوبيږي.
هيره دي نه وي چي د ملي لوبډلي ۳ مهم لوبغاړي، راشدخان،محمدنبي او مجیب الرحمن په ننۍ لوبه کي نسته.