سچن ټڼدولکر ۸ کاله مخکي په همدې ورځ یو ورځنۍ لوبي پرېښودې!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندوستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه توپوهونکي سچن ټنډولکر د ۲۰۱۲م کال د مارچ میاشتي په ۱۸مه نېټه خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د پاکستان په وړاندي ترسره کړه او له هغه وروسته ئې د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه.
52412644 303 1 سچن ټڼدولکر ۸ کاله مخکي په همدې ورځ یو ورځنۍ لوبي پرېښودې!
سچن ټنډولکر اوس د ۴۶ کالو دئ، چي په ۱۹۷۳م کال د اپرېل میاشتي په ۲۴مه نېټه زېږېدلی.
سچن ټنډولکر د ټیسټ سیالیو پيل د ۱۹۸۹م کال د نومبر په ۱۵مه او د یو ورځنیو لوبو پيل ئې بیا د ۱۹۸۹م کال د ډیسمبر میاشتي په ۱۸مه نېټه وکړ.
هغه د ټیسټ او یو ورځنیو دواړه فارمټونو پيل د سرخت سیال هیواد پاکستان په وړاندي کړی.

sachin pak 03 سچن ټڼدولکر ۸ کاله مخکي په همدې ورځ یو ورځنۍ لوبي پرېښودې!
India’s Satchin Tendulkar calls for a run during his innings of 98 runs in the ICC Cricket World Cup 2003 game between India and Pakistan at Supersport Park in Centurion 01 March 2003. The tournament is being played in South Africa, Zimbabwe and Kenya with the final being played at the Wanderers Cricket Stadium in Johannesburg on the 23 March 2003. AFP PHOTO/STR (Photo by STR / AFP)

د هندوستان د کرکیت ملي لوبډلي دې تکړه لوبغاړي بیا خپله وروستۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۱۳م کال د نومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د ویسټ انډيز په وړاندي ترسره کړه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ئې بیا د ۲۰۱۲م کال د مارچ میاشتي په ۱۸مه نېټه د پاکستان په وړاندي ترسره کړه.
ټنډولکر په ۱۱ کلنۍ کې د کرکټ لوبي پیل کړې او په ۱۶ کلنۍ کي د هندوستان په لوبډله کي شامل سو او له پاکستان سره یې په کراچۍ ښار کي لومړۍ لوبه وکړه.
نوموړي ۲۰۰ ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې ۱۵ زره ، ۹ سوه او ۲۱ منډې یې پکې جوړې کړي او په یوه پاڼۍ توپ وهنه کي یې ۲۴۸ ناسوځېدلي لوړي منډي دي.
په ټېسټ لوبوکې ۵۱ سلیزې او ۶۸ پنځوسیزې لري.
۴۶۳ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۸ زره ۴ سوه او ۲۶ منډې یې پکې جوړې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې تر ټولو لوړې منډې دي.
b192o538 sachin tendulkar 100th 100 سچن ټڼدولکر ۸ کاله مخکي په همدې ورځ یو ورځنۍ لوبي پرېښودې!
یوه شل اوریزه لوبه یې کړې او لس منډې یې پکې جوړې کړي دي.
ده په ټولو لوبو کې سل سلیزې وهلي، چې تر اوسه یو
ه لوبغاړي هم نه دي وهلي او نړۍ کي یې ریکارډ د ده په نوم دئ.
د ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ م کال پورې ښه په کش کې روان و او نوموتی توپ وهونکی یادېده.
۲۰۰۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کۍ یې په ۱۱ لوبو کې ۶۷۳ منډې جوړې کړې او د ټول ټورنمنټ د غوره توپ وهونکي جایزه یې واخېسته.
سچن خپله لومړۍ سلیزه هم د بنګله دېش خلاف وهلې وه او خپله سلمه سلیزه یې هم د بنګله دېش خلاف ووهله، چې د سل سلیزو ریکارډ یې جوړکړ.
images 1549970369402 Sachin Tendulkar سچن ټڼدولکر ۸ کاله مخکي په همدې ورځ یو ورځنۍ لوبي پرېښودې!
۱۹۹۶ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر سو؛ خو ډېر اغېزمن نه و، له لوبډلمشرۍ لرې شو او په ۲۰۰۷ کال کې یو ځل بیا لوبډلمشر شو، چې مثبت اغېز یې کم و او بېرته لرې شو او پر ځای ایم ایس ډوني لوبډلمشر شو.

نوموړي ۲۴ کاله نړیوال کرکټ وکړ او له لاسته راوړنو څخه ډک رول یې د هندوستان لپاره ولوباوه.