د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شوره سره ثبت د لمړۍ درجه فرسټ کلاس دویم پړاو پیل شویو سیالیو کې سپین غر زون لوبډلې د کابل ګرین لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د مارچ میاشتې په لمړۍ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لمړۍ لوبه پیل شوې وه، چې پکې سپین غر زون لوبډلې د کابل ګرین لوبډلې خلاف بریا خپله کړه.
سپین غر لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د نجیب ترکي د ۵۹ او اکرام علي خیل د ۳۹ منډو جوړلو سره ټولې ۲۱۷ منډې جوړې کړې، چې کابل ګرین لوبډلې یې د لمړۍ پاڼۍ په ځواب کې ۲۲۲ منډې جوړې کړې او د ۵ منډو مخکې والي سره یې د لمړي اننګز ۶ پواینټونه هم خپل کړل.
سپین غر زون لوبډلې په خپلې دویمه پاڼۍ کې د زاهد الله خان د نیمه سلیزې ۵۳ منډو او بهیر محبوب د ۳۴ منډو جوړولو سره دویم ځل ټولې ۲۴۳ منډې جوړې کړې او کابل ګرین لوبډلې ته یې د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ، خو کابل ګرین لوبډله په دویمه پاڼۍ د هدف په لاسته راوړلو کې پاتې راغله او سیالي د سپین غر زون خلاف د ۲۹ منډو په توپیر سره وبایلله.
په سیالۍ کې قیس احمد په دواړو اننګزونو یا پاڼیو کې د ۱۰ ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د ۲۰۱۸ م کال د فرسټ کلاس سیالۍ چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د دویم ځل لپاره ترسره کیږي، پکې د کابل ګرین، سپین غر، بند امیر، امو، بوسټ او میس عینک زونونو لوبډلې شاملې دي.
د دویم پړاو فرسټ کلاس دې سیالیو په لمړۍ ورځ کابل ګرین د سپین غر، بند امیر د امو او بوسټ زون لوبډله د میس عینیک پر وړاندې د لوبې ډګر ته تللې وې، چې په کنړ او خوست لوبغالو کې د بند امیر او امو زون ترڅنګ د میس عینیک او بوسټ زونونو ترمنځ لوبې د باران د اورښت او ټاکلو ورځو د پای ته رسیدو له کبله مساوي پای ته ورسیدې.
د کرکټ فرسټ کلاس ( څلور ورځینۍ ) هغه سیالۍ دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجې د لوبو حیثیت لري او د هر لوبغاړي ریکارډ د نړیوالو لوبغاړو په څیر د کرکټ نړیوالې شورا او د هغه هېواد کرکټ بورډ سره ثبت کیږي او هر لوبیدونکی لوبغاړی لکه د نړیوال لوبغاړي په څیر حقوق لري.
د یادونې وړ ده، چې د فرسټ کلاس سیالیو دویم پړاو لوبې د روانې مارچ میاشتې په لمړۍ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان، د کنړ او خوست لوبغالو کې پیل شوې او د مۍ میاشتې تر ۶ مې نېټې پورې به دوام وکړي.