سټېن هم ټېسټ کریکټ پرېښود

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
ډیل سټېن هم سپین لباس اغوستل او سور رنګ توپ ګزارول پرېښودل
په دوه اونیو کې دا دریم چټک توپ اچونکی دی،چې د پینځه ورځو کریکټ لوبه پریږدي.تر ډیل سټېن مخکې د پاکستان دوه چټکو توپ اچونکو محمد عامر او وهاب ریاض یو په بل پسې ازمایښتي پینځه ورځینیو لوبو ته استعفأ ورکړه.
images jpeg 5327844207955812785200 سټېن هم ټېسټ کریکټ پرېښود
د جنوبي افریقا لپاره په ټېسټ فارمټ کې د زیاتو ویکټو اخیستونکی سټېن به له دې وروسته د جنوبي افریقا لپاره په سپین لباس کې سور رنګ توپ ګزار نه کړي.
“له نن وروسته زه له ټېسټ کریکټ څخه جلا کېږم،زه ورسره مینه لرم.زما په فکر ټېسټ کریکټ یوه مهمه برخه د کریکټ لوبې ده،ټېسټ دماغي،جسمي او هیجاني برخه ښکاره کوي،ګرانه ده چې چې ترې مخ واړول شي،دا زما فیصله ده چې نور ټېسټ کریکټ نه کوم.
غواړم زیات کار په یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو وکړم.”
73772 hbvfhfepgj 1510665465 سټېن هم ټېسټ کریکټ پرېښود
ښی لاسي چټک توپ غورځونکي سټېن د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې لومړۍ ټېسټ لوبه په خپل کوربه توب په پارت ایلزابت کې د انګلستان خلاف وکړه،چې تر پرونه یې په ۹۳ ټېسټ لوبو کې ۴۳۹ لوبغاړي وسوځول،خو هغه وعده یې پوره نه کړه،چې په ټېسټ کریکټ کې به ۵۰۰ ویکټې پوره کوي.
“زه نن باید له هر یو مننه وکړم،نه له یو شخص، هر یو څخه مننه، ځکه هر چا زما سره په دې سفر کې همکاري کړه ده.زه به په کم اوریزه لوبو کې له تاسو سره وم.”
images jpeg 4565574702971154118511 سټېن هم ټېسټ کریکټ پرېښود
سټېن په یوه پاڼۍ کې د ۵۱ منډو په بدل کې د اووه ویکټو اخیستل د ځان لپاره غوره لوبه ثبت کړې ده.
نوموړی له جسمي اړخه پوره فېټ لوبغاړی دی،خو نسبت نورو ته زیات زخمي کيږي،چې ممکن د ټېسټ کریکټ استعفأ علت یې یو دا هم وي.
791023 624760 dale steyncmnac3335085816951468163 سټېن هم ټېسټ کریکټ پرېښود
ډیل سټېن په یو ورځینیو لوبو کې ۱۹۶ او په شل اوریزه لوبو کې بیا ۶۱ لوبغاړي سوځولي دي،چې د نوموړي مینوال به اوس سټېن یوازې په یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو کې وګوري.