سویلي افریقا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي آسټرالیا له ماتي سره مخ کړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د آسټرالیا او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې پرون شنبه لومړۍ لوبه ترسره سوه، چي سویلي افریقا ـ آسټرالیا ته د ۷۴ منډو په توبیر سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی سویلي افریقا توپوهنه وکړه. سویلي افریقا په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره آسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکی.
د سویلي افریقا لپاره هینریچ کلسین ۱۲۳ ناسوځېدلي، ډیویډ مېلر ۶۴، کایل ویریني ۴۸، تمبي بووما ۲۶ او ډیکوک بیا ۱۵ منډي جوړي کړې.
inbound2711881256219100746 سویلي افریقا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي آسټرالیا له ماتي سره مخ کړه!
د آسټرالیا لپاره پات کومینز ۳، میچل سټارک ۲ او هزلوډ بیا یوه ویکیټ واخیستله.
inbound5986737193869750569 سویلي افریقا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي آسټرالیا له ماتي سره مخ کړه!
کله چي د آسټرالیا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ئې د لوبي په ۴۵،۱ آورونو کي ۲۱۷ منډي جوړي کړې او په ۷۴ منډو ئې ماته وخوړه.
د آسټرالیا لپاره سټیون سمیت ۷۶، مارنوس ۴۱، ډیویډ وارنر ۲۵ او شارټ بیا ۱۸ منډي جوړي کړې.
inbound6330828858653856246 سویلي افریقا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي آسټرالیا له ماتي سره مخ کړه!
د سویلي افریقا لپاره بیا درې ویکیټي لنګي نګیډي، دوې ـ دوې انریچ نورتي او تبریز شمسي، خو کیشاو مهاراج او پیلهوکوا یوه ـ یوه ویکیټ واخیستله.
inbound3966722956073157466 سویلي افریقا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي آسټرالیا له ماتي سره مخ کړه!
ټاکل سوې سویلي افریقا او آسټرالیا دوهمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.
دې دوو هیوادونو تر دې مخکي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره کړه، چي هغه آسټرالیا ۲ پر ۱ وګټله.