سور صلیب: نړیواله ټولنه باید د افغانستان بانکي سیستم منظم کړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي که له افغانستان سره اړینه مرسته و نه شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بانکي سیستم منظم شي او راکړو ورکړو ته لار هواره شي.

سرچینې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د پراخو سیاسي خبرو غوښتنه کړې ده او وایي افغانان په دې ډول خپل ژوند ته ادامه نه شي ورکولی او نړیوالو ته نه ده په کار چې په دې برخه کې بې پروايي وکړي.

دغه مرستندویې ادارې ویلي چې تر دې دمه یې په افغانستان کې میلیونونه ډالر پر بشردوستانه مرستو لګولي دي، خو د خلکو د ژغورلو لپاره لا ډېرو مرستو او امکاناتو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې ‏‎د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړ.

ددې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه نور لرې شوي دي.

دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي