سنرایز حیدر اباد محمد نبي ته سترګې واړولې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 
د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه غوره لیګ په تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د خپل ملاتړ لپاره افغان الراونډر محمد نبي عیسی رامخکې کړ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د هندوستان د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو نیلامۍ کې د دویم ځل لپاره د سنریزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا غوره شو، چې په لمړیو ۵ لوبو کې ورته د لوبیدو موقع ورنکړل شوه، خو د خپلو دوه مسلسل لوبو د بایللو وروسته یې محمد نبي ته سترکې واړولې.
vivo ipl 2017 m21 srh v dd 06284822 25c2 11e7 929a 64902ca55664 سنرایز حیدر اباد محمد نبي ته سترګې واړولې
په دغه سیالیو کې د حیدر اباد لوبډلې ۵ لوبې ترسره کړې دي، په لمړیو ۳ لوبو کې یې بریاوې خپله کړې دي، خو په وروستیو دوه سیالیو کې دغه لوبډله له ماتو سره مخ شوې ده.
حیدر اباد لوبډلې د ممبيي انډینز لوبډلې خلاف د خپلې ۶ مې لوبې لپاره د اسټرالوي تیز بالر بین سټینلینک پر ځای افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل غوره کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي دوام لري، چې پکې حیدر اباد لوبډلې خپله لمړۍ توپ وهنه پیل کړې ده.
په دې سیالیو کې نه یوازې محمد نبي عیسی خیل ته تر دې مهاله د لوبیدو موقع نه ده ورکړل شوې؛ بلکې ویسټ انډیز کپتان کارلوس بریټ ویټ او انګلستانی اوپنر الیکس هیلز هم د لوبیدو موقع ته انتظار کوي.
احسان الله ساپی