د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د دویم ځل لپاره د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه غوره لیګ په تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا غوره شوی دی، خو نوموړي ته سالیو کې د لوبیدو زیت چانس نه ورکول کیږي.
د کرکټ زیات شمیر افغان مینه وال هم په دې تمه د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې هرې سیالۍ ته په انتطار وي، چې ښايي محمد نبي عیسی خیل به په سیالۍ کې غوره شي.
تر دې مهاله د حیدر اباد لوبډلې خپلې ۵ لوبې ترسره کړې دي، چې په لمړیو ۳ لوبو کې یې مسلسل بریاوې خپلې کړې، خو په ورپسې دوه پرلپسې سیالیو کې د ماتو سره مخ شوه.
د محمد نبي عیسی خیل په لوبو کې نه لوبیدو د کرکټ مینه والو یو شمیر اندیښنې را پیدا کړې دي، چې ولې نوموړي ته د لوبیدو موقع نه ورکول کیږي؟ ستونزه څه شی ده؟
څو لاملونه لري:
۱ – د هندوستان په کورني کرکټ «IPL» هره سیالۍ کې یوازې ۴ بهرني لوبغاړي لوبیدلی شي، چې د ۴ لوبغاړو انتخاب د ۸ لوبغاړو څخه یو څه سخت وي، ځکه په هره سیالۍ کې د لوبغاړو انتخاب د پیچ حالت یا کنډیشن او د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو په کتو سره کیږي، چې کوم لوبغاړی باید سیالۍ ته غوره شي.
۲ – دویمه ستونزه دا ده، چې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله کې د ۸ بهرنیو لوبغاړو په ډله کې ټول داسې پیاوړي لوبغاړي راټول شوي دي، چې یو بل ته د لوبې څخه کیښنول یې ستونزمن کار دی، ځکه چې د کمبنیش د لحاظه هر یو خپل ځای لري.
۳ – دریمه ستونزه دا ده، چې د حیدر اباد لوبډلې لوبډلمشر کیین ویلمسن یو بهرنی لوبغاړی دی، نو د هغه شتون نږدې په هره سیالۍ کې اړین دی او پاتې ۳ لوبغاړو کې دوی سره یو مین سپینر بالر راشد خان دی، چې ټوله لوبډله پرې حساب کوي، نو د هغه کیښنول هم اسانه او ګټور نه تمامیږي.
په پاتې دوه بهرنیو لوبغاړو کې یو الراونډر بنګله دیشی شکیب الحسن اخیستل شوی دی، چې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او انګلستاني اوپنر الیکیس هیلز مخه یې هم تر ډیره ده ډپ کړې ده، هغه په دې خاطر، چې دی یو چپ لایس توپ وهونکی او توپ اچونکی دی او هره لوبډله کې د یو چپ لاسي الراونډر تشه پوره کول اړین وي.
وروستی لوبغاړی، چې دوی مسلسل د ځان سره په ۴ لوبو کې لوبولی دی، هغه اسټرالوي بین سټینلینک دی، چې د یو تیز بالر رول لوبوي.
سټینلینک ته ځکه موقع ورکول کیږي، چې د حیدر اباد لوبډلې تیز بالینګ د بینیشوار کمار نه پرته ډیر قوي نه بریښي، نو ځکه یې د بینیش وار کمار سره ملاتړی کړی دی.
د سټینلینک غوره توپ اچوونې د ویسټ انډیزي کپتان الراونډر کارلوس بریټ ویټ او انګلستاني الراونډر کریس جورډن مخه نیولې ده، ځکه چې دواړه د تیز بالینګ او بیټینګ الراونډران دي.
۴ – بله خبره دا ده، چې په دغه سیالیو کې د هرې لوبډلې روزونکي په دې پلان کې وي، چې یو شمیر مهم لوبغاړي وروستیو سیالیو ته پریږدي او د هغه لوبیدونکو لوبغاړو پر ځای یې را مخکې کوي، چې د سیالیو څخه ارام ورکول کیږي یا هم ښه نه لوبیږي.
که یو لوبغاړی ټپي کیږي، اوټ فام کیږي یا ښه ریدم کې نه وي، نو خپل مهم لوبغاړي رامخکې کوي او د لوبډلې د بریا خپلولو لپاره د مخکینیو لوبیدونکو لوبغاړو تشه پرې یو پر دوه ډکه کړي او د هماغې لوبغاړو څخه نورو مهمو او وروستیو سیالیو ته چاڼ کوي، ترڅو ټچ کې لوبغاړي د نیمه پای لوبې او پای لوبې لپاره انتخاب کړي.
د حیدر اباد د لوبډلې مشر روزونکی ټام موډي د افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل د وړتیا څخه پوره خبر دی، نو ځکه خو یې د اسټرالیا د بیګ باش سیالیو ته غوره کړی و.
محمد نبي هم اوس یوازې دې ته انتظار دی، چې د اوسنیو لوبیدونکو لوبغاړو د کیښناستلو په صورت کې د لوبډلې پوره ملاتړ وکړي او په بریا کې یې رول ولوبوي، نو ښآيي چې په راتلونکو سالیو کې ډیر ژر د لوبیدو موقع ورکړل شي، ځکه بنګله دیشي شکیب الحسن څخه چې کومه تمه کیږي، هغومره نه ده پوره شوې.
بل دا چې د حیدر اباد لوبډلې بیټینګ یو څه کمزوری بریښي او څو ټاپ هیټرانو ته هم اړتیا لري، چې په هیټینګ کې محمد نبي عیسی خیل د یوسف پټان په څیر د نورو ټولو لوبغاړو څخه پیاوړی ښکاري.