سندرغاړې افسانې د ژوند پور پرې کړ؛ سلګونه سندرې یې ملي راډیو-تلویزیون کې خوندي دي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

مېرمن پیکر سلطان چې په افسانې مشهوره وه د افغانستان د لومړنيو ښځینه سندرغاړو له ډلې شمېرل کېږي.

د افغانستان نوموتې سندرغاړې، افسانه نوابي د سرطان ناروغي له امله د ۷۰ کلونو په عمر په جرمني کې مړه شوه.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سمبال چاري وزیر محمد طاهر زهیر د مېرمن افسانې مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي چې پیکر سلطان چې له څو لسیزو راپدیخوا یې د افسانې په نامه د افغانستان په راډيو او ټلويزيون کې سندرې ويلې، په پردي وطن او مساپرۍ کې مړه شوې ده.

ښاغلي زهير، مېرمن نوابي د افغانستان د موسيقۍ یوه تکړه څېره بللې او ويلي یې دي چې سندرې یې د افغانستان په ملي راډيو او ټلويزيون کې خوندي دي.

د دغه وزرات په وينا، مېرمن افسانې خپل هنري کارونه د مور ورځې او د ښوونکي د جشن په مناسبت په ښوونځي کې له ترانې ويلو پيل کړ او د سندرو هنري سفر یې هم له همدغه ځایه پيل شو چې وروسته بیا نوموړې په دې برخه کې ښه وځلېده او ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې.

مېرمن افسانې د ښوونځي په دوره کې په افغانستان کې په سندرو پيل وکړ او د ژوند په وروستيو کلونو کې مساپره شوه او له خپلې کورنۍ سره جرمني ته وکوچېده.

لندن میشتی افغان سندرغاړي، هارون يوسفي د مېرمن افسانې په اړه بي بي سي ته وويل چې نوموړې په ستونزمنو کلونو کې د افغانستان په راډيو کې سندرې پیل کړې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وينا د مېرمن افسانې سلګونه سندرې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون په ارشيف کې د خوندي دي.