سلمان خان د پرېینکا چوپړا ځای کټرینا کیف ته ورکړ

سپینه تجريدي ډیزاین

وروسته له هغې، چې پرېینکا چوپړا د سلمان خان سره په (بهارت) فلم کې له لوبېدو په شاه شوه؛ په ځای يې فلم ته کټرینا کیف راغلې.
ټاکل شوې وه، چې پرینکا چوپړا به په بهارت فلم کې د سلمان خان په وړاندې مخکښ ښځینه رول ولوبوي؛ خو هغه اوس د شخصي ستونزو له امله په فلم کې له لوبېدو تېره شوې ده.
د هندوستان رسنۍ وايي، چې پرینکا چوپړا د خپل نوي یار (نیک جانس) سره مصروفه ده او تمه ده، چې په راتلونکي اکټوبر کې واده وکړي؛ خو خپله پرینکا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د فلم ډاریکټر علی عباس ظفر دا خبر تائید کړی، چې پرینکا چوپړا په بهارت فلم کې له لوبیدو په شاه شوې او هم مهاله يې ډاډ ورکړی، چې ددوی په فلم او کارونو کوم خاص اغیز نه لري؛ خو د فلم ستوری سلمان خان د پرینکا له دې پریکړې خوابدی دی.
سلمان خان ته نژدې ځینو سرچېنو ویلي، چې خان په پرینکا سخت غوصه دی او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به هیڅکله هم له پرینکا سره ګډ فلمونه جوړ نه کړي.
د فلم پروډیوسر بیا پرینکا په فلم کې د نه لوبېدو له امله “غیرې مسلکي” بللې او له هغې څخه خوابدی شوی.
پرینکا چوپړا او سلمان خان له دې وړاندې په (موجسي شادي کروګی) فلم کې ګډ لوبېدلي وه.
بل پلو د پرینکا چوپړا په ځای د یوې نوې اداکارې د راوستلو په سر خبرې روانې دي. ځینې هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د پرینکا په ځای دوه نورې نجونې په پام کې دي، چې یوه به د پرینکا ځای ونیسي.
دا دوه اداکارانې کټرینا کیف او کرینه کپور دي.
کرینه کپور له دې وړاندې له سلمان خان سره په باډي ګارډ، بجرنګې بایجان، او ځینو نورو فلمونو کې ګډه لوبیدلې. اوس که په فلم کې د کرینه کپور لوبیدل یقیني شي، نو دا به کلونه وروسته د کرینه کپور او د سلمان خان ګډ فلم وي.
د یو بل خبر له مخې، په فلم کې سلمان خان د پرینکا ځای کټرینا کیف ته ورکړی. ویل کیږي، چې کرینه کپور مصروفه ده او نشي کولای، چې فلم ته رسیدګي وکړي.
کټرینا کیف تازه له سلمان خان سره (ټایګر زنده هی) ګډ فلم خپور کړ، چې ښه بازار يې درلوده. نوموړې اوس له دوو نورو خانانو سره په فلم جوړولو بوخته ده. هغه له عامرخان سره په (ټګز اف هندوستان) او له شارخ خان سره په (زیرو یا صفر) فلم کې کار کوي.
د سرچینې په حواله، کټرینا به د سلمان خان په وړاندې بهارت فلم کې د سيپتمبر په میاشت کې کار پیل کړي.
تمه ده، چې بهارت فلم د راتلونکې ۲۰۱۹ کال په اختر کې خپور شي.
بهارت فلم د سویلي کوریا د یو فلم په بنیاد جوړ شوی، چې پکې یو سړی د کوریا د جګړې پر مهال له خپلې کورنۍ جلا کیږي او ورک کیږي. دا چې څنګه دا کس بیرته له خپلې کورنۍ سره یوځای کیږي، فلم يې کیسه کوي.
فلم کې مخکښ رول سلمان خان لوبوي. که خبرونه تائید شي، نو ښځینه مخکښ رول به کټرینا کیف ته ورکړل شي.