په سرېلانکا کې د کوربه سرېلانکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړنۍ ټیسټ لوبې وروسته دویمه ټیسټ سیالۍ کې د افریقايي سپین بالر کیشاو مهراج وروسته سرېلانکايي سپینرانو بیرته د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله را ایساره کړې ده.
د سیالۍ په لمړي اننګز کې د سرېلانکا خلاف کیشاو مهراج د خپل ځان او جنوبي افریقا لپاره ۹ ویکټې ترلاسه کړې، خو ورپسې سرېلانکايي سپینرانو د جنوبي افریقا توپ وهونکي را ګیر کړل.
د سرېلانکا لپاره دننجایه ۵، دلروان پریرا ۴ او رنګانه هیرات ۱ لوبغاړی له میرانه رحصت کړ او ټوله لوبډله یې تر ۱۲۴ منډو وړاندې پرینښوده.
سرېلانکا د لمړي اننګز یا پاڼۍ څخه افریقا لوبډله ۲۱۴ منډې باقي کړه او ورسره یې دویمه توپ وهنه کې د ۲۷۵ نورو منډو جوړولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۴۸۹ منډو هدف ورکړ.
د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبدله هدف د رسیدو پر لورو روانه ده، خو د ۲۰۳ منډو جوړولو سره یې خپل ۵ لوبغاړي بایللي دي.
په دویمه پاڼۍ کې د سرېلانکا په ګټه دننجایه او رانګانه هیرات دوه دوه، خو دلروان پریرا یو لوبغاړی سوځولی دی.
له دې وړانې په لمړۍ سیالۍ کې هم کوربه سرېلانکا لوبډلې میلمه د جنوبي افریقا لوبډله په ستر توپیر سره ماته کړې وه او دویمه سیالۍ کې هم د ورته برخلیک سره مخ ښکاري.

یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.