د کوربه سریلنکا او میلمه جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو لوبو د سیریز وروسته د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ پیل شوې وه، چې په ۳ سیالیو کې جنوبي افریقا او وروستیو دوه لوبو کې یې سریلنکا بریاوې خپلې کړې.
که څه هم سریلنکا په خپل کوربه توب د ټیسټ سیالیو په سیریز کې دوه د صفر مقابل کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې، خو د یو ورځینیو سیالیو په لمړیو درې لوبو کې بیرته جنوبي افریقا سریلنکا څخه مسلسل بریاوې خپلې کړې، خو وروستۍ دوه لوبې بیرته د سریلنکا په ګټه تمامې شوې.
د ۵ لوبو په وروستۍ سیالۍ کې سریلنکا لوبډلې د لوبډلمشر د ۹۷ ناسوځیدلو منډو پرمټ مقابلې جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۰۰ منډو هدف ورکړ.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې جنوبي افریقا د سریلنکايي سپینر اکیلا دننجایه د ځواب نه وه او ټوله لوبډله یې په ۱۲۸ منډو سره وسوځیده.
د افریقايي توپ وهونکو خلاف دننجایه ۹ اورونه ترسره کړل، چې پکې یې د ۲۹ منډو په ورکړې سره ۶ لوبغاړي وسوځول.
سریلنکايي لوبډلې جنوبي افریقا ته د مسلسل ۱۱ لوبو د ترسره کولو اوږد انتظار وروسته په دوه پرلپسې لوبو کې ماتې ورکړې، خو له هغې وړاندې ۱۱ لوبې د افریقا په ګټه تمامې شوې وې.
د ۵ یو ورځینیو سیالیو د سیریز وروسته د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه سیالي هم پلان شوې ده، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴ مه نیټه یعنې ننترسره کیږي، چې په دغه سیالۍ سره د جنوبي افریقا سفر هم پای ته رسیږي.