سريلانکا کريکټ لوبډلي بنګلديشۍ لوبډله وايټ واش کړه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د سريلانکا او بنګلديش ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه هم سريلانکا د ۱۲۲ منډو په تويير وګټله.
د لوبي پچه سريلانکا وګټله ،د توپوهني پريکړه يې وکړه او ويې سول کولای چي په ۸ ويکټو ۲۹۵ منډي هدف وټاکي.
img 20190731 2106138021625290179444863 سريلانکا کريکټ لوبډلي بنګلديشۍ لوبډله وايټ واش کړه.
د سريلانکا لپاره لوبډلمشر کرونا رتني ۴۶، کوسل پريرا ۴۲، مينديس ۵۴، شاناکا ۳۰ او انجيلا متيوز ۸۷ منډي وکړلې.
د بنګلديش لپاره سیف الاسلام او سمايا سرکار درې درې او همدارنګه ربيل حسين او تاج الاسلام يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۲۹۵ منډو هدف په تعقیب بنګلديش ښه پيل ونه کړ.
پيلوونکي توپ اچوونکي تمیم اقبال په ۲ او انعام الحق په ۱۴ منډو ويکټي له لاسه ورکړې.
img 20190731 2115292421137882928131179 سريلانکا کريکټ لوبډلي بنګلديشۍ لوبډله وايټ واش کړه.
تاج الاسلام ۳۹ او سمايا سرکار ۶۹ منډي وکړې.
بنګلديشۍ لوبډله په ۱۷۲ منډو په ۳۶ اووره کي ټوله وسوځيده.
د سريلانکا لپاره شاناکا ۳، راجيتا او کمارا دوې دوې همدارنګه ډيسلوا او ډاناجیا يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
لوبه سريلانکا د ۱۲۲ منډو په توپير وګټله.
بنګلديشۍ لوبډله ونه توانيدله چي حد اقل د سيريز يوه لوبه هم وګټي.
fb img 15645913288237553855542785368439 سريلانکا کريکټ لوبډلي بنګلديشۍ لوبډله وايټ واش کړه.
انجيلامتيوز د سيريز غوره لوبغاړي جائزه وګټله.