سبا د افغانستان فوټبال غوره لیګ پایلوبه ترسره کیږي.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو پایلوبي ته طوفان هریرود او شاهین آسمايي فوټبال لوبډلو لاره پيداکړې، چي دا دواړي لوبډلي سبا د جمعې په ورځ د یاد ټورنمنټ په پایلوبه کي سره مخ کیږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي دا لوبه د افغانستان فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي مازدیګر ۵:۳۰ بجې پېلیږي.

د فوټبال دې پایلوبي ته شاهین آسمايي او طوفان هریرود دواړو ټیمونو د پوره چمتوالی خبر ورکړی.
دا ټورنمنټ یوه میاشت مخکي د هیواد د بیلابیلو سیمو څخه د ۸ لوبډلو ترمنځ پيل سوی.
د شاهین آسمايي او طوفان هریرود ترڅنګ په یاد ټورنمنټ کي سېمرغ البرز، سپين غربازان، میوند اتلان، موجهای آمو، عقابان هندوکش او د آباسین څپې لوبډلي وې.
دا اته لوبډلي لومړی په ګروپي سیالیو کي سره ولوبېدې، چي طوفان هریرود، سېمرغ البرز، میوند اتلان او موجهای آمو په لومړي ګروپ کي، خو شاهین آسمايي، سپين غربازان، آباسین څپې او عقابان هندوکش بیا په دوهم ګروپ کي شتون درلود.
د لومړي ګروپ څخه طوفان هریرود او سېمرغ البرز او د دوهم ګروپ څخه بیا شاهین آسمايي او سپين غربازانو دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه.
په نیمه پایلوبه کي طوفان هریرود ۲ ګولونه پر ۰ سپين غربازانو ته او شاهین آسمايي بیا ۵ ګولونه پر ۰ سېمرغ البرز ته ماته ورکړه.

اوس به په پایلوبه کي طوفان هریرود او شاهین آسمايي لوبډلي خپل بخت وازمايي.

تېر کال هم دا دوې لوبډلي په پایلوبه کي سر مخ سولې، چي طوفان هریرود په پایلوبه کي شاهین آسمايي ته ماته ورکړه او یاد جام ئې د دوهم ځل لپاره خپل کړ.
د دې لیګ زیاته ۴ ځلي اتلولي شاهین آسمايي خپله کړې، خو طوفان هریرود ۲ ځلي او سپين غربازانو بیا په دې سیالیو کي ۱ ځلي لومړی مقام خپل کړی.