
تېره پنجشنبه د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو ټیمونو ترمنځ کابل کي د افغانستان د اتلانو په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل سو.
په یادو سیالیو کي، چي اته لوبډلي وې په دوو ګروپونو کښي یو د بل په وړاندي ولوبېدې.
وروسته د هر ګروپ څخه دوو ـ دوو لوبډلو نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
د لومړي ګروپ څخه د هرات اټک انرژي او د هلمند لیسه ذکور او د دوهم ګروپ څخه بیا د فاریاب خراسان ټیم او د پنچشېر پیروزي لوبډلي لاره پیداکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، چي لومړۍ نیمه پایلوبه سبا سهار لس بجې اټک انرژي د خراسان په وړاندي او دوهمه نیمه پایلوبه بیا سبا پنجشنبه ماپښین دوې بجې لیسه ذکور د پیروزي په وړاندي ترسره کوی.
یادو لوبډلو لومړی په خپل زون کي د میشتو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کړې، چي په لومړي مقام ګټلو سره ئې یادو سیالیو ته لاره پيداکړه.
د زونونو ترمنځ د قهرمانۍ په نوم د فوټبال دا سیالۍ هر کال په کابل کي ترسره کیږي.
تېر کال بیا په یاد ټورنمنټ کي د هرات سرخ پوشانو د کابل سرې میاشتي ته په ماتي ورکولو سره اتلولي خپله کړه.