
ليکنه: مدثر دعوت
سبا اسټرالياوۍ ښځينه کريکټ لوبډله په انګلستان کي خپل بريالی سفر پایته رسوي.
د ۳ شل اووريزو وروستۍ لوبه د افغانستان په وخت د شپې ۱۰:۰۰ بجې ده.
لومړۍ شل اووريزه لوبه کي اسټراليا په ۳ ويکټو ۲۲۷ منډي ريکارډي هدف ټاکلی وو خو انګلستانۍ انجونو په ۹ ويکټو يوازي ۱۳۳ منډي وکړې او اسټراليا لوبه د ۹۳ منډو په توپير وګټله.
په هماغه لومړنۍ لوبه کي ميګ لاننينګ په ۶۳ توپونو ۱۳۳ ناسوځيدلي منډي وکړې او په ښځينه شل اووريز کريکټ کي يې په یوه لوبه کي د ډيرو منډو ريکارډ جوړ کړ.
په دويمه شل اووريزه لوبه کي انګلستان په ۸ ويکټو ۱۲۱ منډي هدف وټاکی خو اسټراليا د ۱۸م اوور په وروستي توپ یاد هدف په ۳ ويکټو مات کړ.
په هماغه لوبه کي هم ميګ لاننينګ ۴۳ او ايلایز پيري ۴۷ ناسوځيدلي منډي وکړې.
سبا دریمه وروستۍ شل اووريزه لوبه د بريسټول په کاونټي لوبغالي کي ترسره کيږي.
تر دې شل اووریز سيريز وړاندي د انګلستان او اسټراليا ښځینه کريکټ لوبډلو ۳ يو ورځنۍ او يوه ټيسټ لوبه ترسره کړه.
۳ واړه يو ورځنۍ لوبي اسټراليا وګټلې خو ټیسټ لوبه مساوي سوه.
هيره دي نه وي چي سبا ماسپښين ۰۲:۳۰ بجې د انګلستان او اسټراليا نارینه لوبډلو ترمنځ هم اشيز لوبو لړۍ پیلیږي.