لیکنه : عبدالله عادل
د زیمبابوې ، نيپال او کوربه سنګاپور تر منځ د درې اړخیزه شل اوریزو سېالیو په لړ کي زیمبابوې له سنګاپور څخه د تیري ماتي بدل واخیست .
په همدغه سېالیو کي سنګاپور توانېدلی وو چي د زیمبابوې لوبډلي ته په څلور منډو ماته ورکړي.
د زیمبابوې او سنګاپور ملي لوبډلو تر منځ د تیري شپې د لوبې ټاس زیمبابوې وګټی او لومړی یې د توپ اچوني پریکړه وکړه چي مقابلي لوبډلي سنګاپور ورته په شل اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.
د سنګاپور لپاره په توپ وهنه کي سوریندرن ۶۶ او ټیم ډیوډ ۴۷ چټکي منډي جوړي کړې . بل طرف د زیمبابوې لپاره په توپ اچونه کي ډینل جکیل دوې ویکټې ترلاسه کړې .
د زیمبابوې لپاره پیټر مور اُپنینګ ترسره کړه او د خپلي چټکي او نه ماتېدونکې توپ وهني په مټ یې زیمبابوې په اتلسم اور کي بریا ته ورسول . پیټر په ۶۰ توپونو ۹۲ منډي جوړي کړې چي یادو منډو کي یې ۶ شپږیزي او نهه څلوریزي شاملي وې د پیټر تر څنګ مونینګا ۴۴ منډي جوړي کړې.
د لوبي غوره لوبغاړی د زیمبابوې توپ وهونکی پيټر مور ونومول سو چي چټکي ۹۲ منډي یې جوړي کړي وې.
همدا ډول د لوبلړۍ غوره لوبغاړی د زیمبابوې لوبډلمشر ویلیمس ونومول سو چي ټولو لوبو کي یې هر اړخیزه کارکردګي کړې وه.
زیمبابوې هغه لوبډله چي په یادو سېالیو کي یې له څلورو لوبو څخه درې ګټلي وې نو ځکه د یادو سېالیو جام هم د دوی په نوم سو.