د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابوې لوبډله د هانګ کانګ لوبډلې په ماتولو سره د دویم ګروپ څخه د لمړۍ لوبډلې په توګه د سوپر سیکس یا ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته ورسیده.
د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د غوراوي پړاو پیل شویو سیالیو کې د لمړي ګروپ څخه د ویسټ انډیز د ایرلینډ، هالینډ او متحده عربي اماراتو لوبډلې څخه د بریا په خپلولو سره او زیمبابوې د افغانستان، هانګ کانګ او نیپال لوبډلو په ماتولو سره دویم پړاو د سوپر سیکس مرحلې ته ورسیدل.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ په موخه د کرکټ غوراوي جام سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب سره پیل شوې دي، چې پکې ۱۰ لوبډلې په دوه ګرپونو ویشل شوې دي.
د مهال ویش له مخې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال کرکټ ملي لوبډله شامله ده.
د دواړو ګروپونو څخه به د سر کرښې درې درې لوبډلې دویم پړاو یا د سوپر سیکس لوبډلو مرحلې ته لار پیدا کوي، چې په دویم پړاو یا د سوپر سیکس مرحله کې به ترې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته دوه وروستۍ لوبډلې په ډاګه شي.
د کرکټ غوراوي جام پړاو سیالیو په روان بهیر کې د ۱۰ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د ویسټ انډیز او زیمبابوې څخه وروسته دویم پړاو ته د رسیدو په موخه ایرلینډ، سکآټلینډ، هالنیډ، هانګ کانګ او افغانستان د ورتګ لارې څاري.