د والګي، زکام او له کبله یې د ستونې درد د ارامیدو څو کورنۍ لارې

سپینه تجريدي ډیزاین

 
لیکواله: سواتي کپور، د تغذیې متخصصه
ژباړه: شمیم اتل
والګي وایروسي ناروغي ده. داسې کوم مشخص درمل نه شته چې په کارولو یې تاسو سمدستي ترې بې غمه شئ. خو ځینې لارې چارې شته چې د زکام د وایروس په وړاندې ستاسو د وجود مقاومت لوړوي او ستاسو په وجود کې د زکام یا والګي ځورونکي نښې او علامې راکموي.
کله هم چې په اب هوا کا ناڅاپي بدلونونه راځي، نو ورسره د زکام او ریزیش وایروسونه هم پیاوړي کیږي او موږ بیا بیا له دې ناروغۍ سره مخ کیږو. که چیرې د زکام پر مهال له دوا خوړولو ستړي یئ نو دا ځل ورسره لاندې لارې چارې وکاروئ، باور لرم چې تر ډیره درسره مرسته کولی شي.
ډیر تادوه څښاکونه وڅښئ
د تودو څښاکونو لکه چای او نورو ورو ورو څښل ستاسو د پوزې او ستوني بندش کموي. کله چې سخت زکام یئ هڅه وکړئ چې پرلپسې چای، یا بل تود څښاک ورو ورو وڅښئ. همدارنګه په تودو اوبو خپل مخ هم بیا بیا ووینځئ له دې سره هم پوزه او د پوزې شا او خوا نرمیږي. تاوده څښاک ستاسو ټوخی هم کموي.
غرغړه
د تودو اوبو غرغړه کول ستاسو ستونی نرموي او که د والګي یا زکام سره د ستونې درد ولرئ دا درد او ټوخی اراموي. همدارنګه په ستوني کې راټول شوي وایرسونه هم د تودو ( شیرګرمو) اوبو په غرغړه زپل کیږي. که په کمه اندازه مالګه په شیرګرمو اوبو کې واچوئ او بیا یې غړغړه کړئ لا ډیره ګټه به یې در رسولي وي.
استراحت وکړئ
کله چې تاسو والګي یا زکام وهلی یئ ، که امکان ولري دمه وکړئ او ارام وکړئ. له دې سره به ستاسو په وجود کې شته انرژي بچت شي او د زکام له وایروس په وړاندې به ستاسو د وجود د دفاعي سیستم سره مرسته وکړي. موږ کله ناکله زکام ډیر ساده اخلو او له همدې کبله راته کله ناکله ډير پیچلی شي. ښه داده چې کله هم په ځان کې د زکام نښې علامې وګورئ، له کاره یوه ورځ دوه رخصت واخلئ. استراحت وکړئ او خپل وجود ته اجازه ورکړئ چې د والګي له وایروس سره مقابله وکړي.