زوړ اصل او نوی شعار

دا دیاران لوګو ده چې د هغو لیکنو سره کارول شوې چې عکسونه یې د تخنیکي ستونزو له کبله ډیلیټ شوي دي

افلاتون په خپل مشهور اثر ( جمهوریت) کې وايي چې موږ باید د ښار واګې داسې چاته وسپارو چې د ښار له دودونو او قوانینو سره بلد وي.
له بلدتیا څخه موخه دا ده چې چاته د ښار واګې سپارل کیږي، نو باید د ښار دودونه وساتي او قوانین عملي کړي.
دا په حقیقت کې د کار اهل کار ته سپارلو اصل دی. دا داسې اصل دی چې یونانیان ورته آن له میلاده مخکې متوجه وو. عملي کاوه یې؛ نو ځکه خو یونان زرګونه پیړۍ مخکې د نړۍ په تاریخ کې یو ځانګړی نوم او خاص شان درلود.
دغه شعار چې چا هم عملي کړی نو خوشحالیو ورته مخه کړې او بدبختۍ ترې لټیدلې دي؛ خو زموږ په هیواد کې دغه اصل یوازې د یوه شعار په حد کې پاتې دی، همدا علت دی چې ورځ مو نه ښه کیږي.
یوه خاطره را یاده شوه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتي برخې مامور وم. ټولنې ته نوی رییس او سکرتر جنرال معرفي شو. دې سړي آن په املاء کې هم ستونزې درلودې. د معرفت په ورځ یې وویل:
زما به لومړی کار دا وي چې کار به و اهل کار ته سپارم!
مراسمو کې ناست کسان ټول خوشحاله شول. ما ترخه خندا وکړه. خواته ناست ملګري راته ویل، منفي بافي مکوه. دا خبره خو یې ښه وه. ما ویل هو، خبره یې ښه وه خو تشه خبره وه او دا ځکه چې که چیرې دا جناب دې شعار ته ژمن وي نو لومړی دې خپله استعفی وړاندې کړي. د داسې یوې لویې او مهمې اداري مشري په بیسوادي کله کیږي؟ بیسواد یې کله اهل ګڼل کیدای شي؟
د کار اهل کار ته سپارلو شعار په یوه بې خونده کلیشه بدل شوی. داسې کلیشه چې آن تکرار یې پر غوږونو بد اغیز کوي او دا ځکه چې هوايي خبرې پر چا ښې نه لګیږي.
رښتیا، د ولایت او یا د افلاتون په وینا د ښار واګې باید داسې چاته وسپارل شي چې په خپله کاري ساحه کې د قوانینو د عملي کیدو متره ولري.
زموږ ولایتونه له پراخه فساد څخه رنځ وړي. له بې انصافیو، بې عدالتیو، حق تلفیو څخه کړیږي. همدا لامل دی چې خلک په خپلو دولتي ادارو باور نه کوي او آن په ځینو مواردو کې ترې کرکه کوي. تاسو به دا اصطلاح ډیره اوریدلي وي چې یو بل ته وايي: خدای دې دولتي اداره کې کار مه بندوه! له دې دعایې څخه ښکاري چې ولس خپلو ادارو ته په کومه سترګه ګوري.
موجوده وضعیت د منلو نه دی او بدلون ته اړتیا لري. دا بدلون جرئت غواړي، پاک نفسي غواړي، سرښندنه غواړي نو د ښار واګې چې چاته سپارل کیږي باید همدغه اوصاف ولري.
شرموونکې اصطلاح
یوه ډیره شرموونکې اصطلاح چې تازه زموږ قاموس ته را ننوتلې د زوراکي ده. دغې اصلاح ځینې فرصت طلبه لاپسې زړور کړي دي. تاسو به بار بار اوریدلي وي چې ځینې والیان، امنیه قوماندانان او آن وزیران دغه اصطلاح کاروي او چې کله دندو کې پاتې راشي نو د همدې اصطلاح شاته پټیږي.
سړی حیران شي؛ هغه حکومت او پولیس چې د خپلو مجهزو او له ځانه تیرو وسله والو مخالفانو سره مقابله کوي او د چا خبره سترګه یې ترې نه سوزي، له یو څو محدودو کسانو ولې په ویره کې دي؟
راځئ، له ځان سره محاسبه وکړو: هغه کسان چې د زورواکي اطلاق پرې کیږي په هر ولایت کې له پنځو – شپږو تجاوز نکوي، اوس پوښتنه دا ده چې د سلګونو مجهزو پولیسو قوماندان ولې له ګوته په شمار کسانو څه ویریږي؟ ایا د دې زورواکیو طاقت دومره دی چې پوره قوماندانۍ وننګوي؟ پوره ولایت وننګوي؟
هیڅکله هم نه. د خلکو باور دا دی چې د ولایت اوله درجه اداري او امنیتي مسوولین له دغو زوراکیو سره مشترکې ګټې لري او د همدې ګټو لپاره مقابلې ته زړه نه ښه کوي.
زورواکي، هغو کسانو ته ویل کیږي چې قانون نه مني. حق تلفي کوي او دغه شان کسان په ټولنه کې ولسي ریښه نلري. دا چې څو کسان ترې راټول دي، علت یې دا دی چې هغوی پر داسې ځواک باور نلري چې له زوراکیو سره مقابله وکړي او یا دوی د هغوی له منګولو وژغوري.
د بیلګې په توګه دې په یوه ولایت کې څو زورواکي ونیول شي او تر محکمې دې راکش شي، بیا وګورئ چې څوک یې په حمایت راپورته کیږي که نه.
موږ ژوندۍ بیلګې لرو، وګورئ: جنرال دوستم د شاوخوا دوه میلیونه وګړو مشري کوي. پریمانه پوځي ځواک لري، خو چې له دندې لرې کړای او آن تبعید شو نو هیڅ توپان بر پا نشو.
دغه شان عطا نور له پریمانه امکاناتو او ګواښونو سره سره چې له دندې لرې کړای شو، هیڅ قیامت جوړ نشو.
ایا د ولایاتو په کچه د ګوتو په شمیر، په اصطلاح زوراکي، له دې دوه کسانو هم ډير قدرت او ملاتړ لري؟ نه، هیڅکله نه.
خبره دا ده چې نور باید دغه شرموونکې اصطلاح له قاموسه لرې شي. هیڅوک زوراکی نه دی. هر څوک د قانون پر وړاندې یو شان دی او قانون باید پرې تطبیق شي. څوک چې دغه متره نلري، نو که د ښار واګې په لاس کې اخلي ور ته شرم دی. دا ډیره مسخره ده چې یونانیانو له میلاده څلور پیړۍ وړاندې دغه اصل درک کړی و او ورته ژمن و خو موږ لا اوس هم …
محمد نعمان دوست
د غبرګولي دویمه، ۱۳۹۷

About نعمان دوست 33 Articles
نعمان دوست مخکښ لیکوال او د ټولنیزو او کلتوري مسالو څیړونکی دی چې دا لیکنه یې د یاران ویب پاڼې لپاره کړې ده.