زابل د ۷ ولایتونو تر منځ د کرکټ سېالیو کوربتوب کوي.

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه : عبدالله عادل
نن چهارشنبه په زابل ولایت کي ددې ولایت د کرکټ امریت په نوښت او رهبرۍ د سولې په نوم د اوو ولایتونو تر منځ د کرکټ سېالۍ پيلیږي.
په دغه شل اوریزو سېالیو کي د هلمند ، کندهار ، هرات ، غزني ، نیمروز ، پکتیکا او د کوربه ولایت زابل دوې لوبډلي ګډون کوي.
د کرکټ یادي لوبي په ګروپي بڼه ترسره کیږي چي ګډون کوونکي ۸ لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي چي هره لوبډله به په خپل ګروپ کي درې لوبي ترسره کړي او د ګروپ مخکښه لوبډلي به نیمه پایلوبي ته لار پيدا کړي.
د یادو سېالیو په اړه د زابل کرکټ امریت مسئول محبوب محبت یاران ته وویل چي د سولي په نوم د یادو سېالیو څخه یې موخه داده چي د ګډون کوونکو ولایتونو ځوانان د یو بل له دود او روج سره اشنا سي، د ځوانانو تر منځ همږغي رامنځته سي او د نشه یې توکو پر ضد مبارزه ترسره سي.
د زابل په کوربتوب یادي سېالۍ نن د کوربه ولایت زابل او نیمروز ولایتونو تر منځ په لوبي سره پيلیږي او اته ورځي به دوام وکړي.