
د افغانستان کرکیټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي او د ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډلي روزونکي رییس احمدزي ویلي، چي په کرکیټ بورډ کي د ښه سیسټم نه شتون له امله یې استفاء ورکړې.
ریس احمدزي پر خپل ټویټر نوی پوسټ کړی او ورته لیکلي یې دي، چي زه نور په کرکیټ بورډ کي د غوراوي کمېټې غړی نه یم.
د هغه ترڅنګ ملي سپورټ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، احمدزي ورته منلې، چي ريیس احمدزي ورته د خپلي دندې څخه د استفاء منلې.
ښاغلي احمدزي ملي سپورټ ته ویلي، د سم سیسټم د نه شتون او هغه اُصول چي لوبغاړو ته لیکل کیږي او دوی ورباندي لاسلیک کوي د نه پلي کېدو له امله استفاء ته اړ شوی.
رییس احمدزی تر دې مخکي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړی وو، چي د ملي لوبډلي لپاره یې هم توپوهنه او هم توپ اچونه کوله.
احمدزی د افغان کرکیټ ملي لوبډلي سره د پيله وو، خو لس کاله مخکي یې د ملي لوبډلي سره مخه ښه وکړه.
هغه په ملي لوبډله کي وروستۍ شل آوریزه لوبه د ۲۰۱۰م د مې په ۵مه نېټه د سویلي افریقا په وړاندي ترسره کړه او د دې ترڅنګ یې بیا وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۰ م د فیبرورۍ میاشتي په ۱۸مه نېټه د کاناډا په وړاندي ترسره کړه.
له هغه راوروسته تر اوسه پوري رییس احمدزي د ملي لوبډلي او افغان کرکیټ بورډ سره په بیلو برخو کي دندي ترسره کړي، خو اوس یې تازه له خپلي دندې استعفاء کړې.
د کرکیټ ډیری مینه وال کرکیټ بورډ دې برخه کي ګرم بولي او وايي، چي رییس احمدزی د افغان کرکیټ ملي لوبډلي او په خاصاً توګه د نوو ځوانو لوبغاړو د موندلو او هڅوني لپاره مهم کس وو.