د عمران خان پخوانی میرمن ریحام خان وايي عمران خان له نوې میرمن سره له پخوا جوړ و، او په داسې حال کې چې د پاکستان انتخاباتو ته څو درې میاشتې پاتې دي، دا واده نوموړي ته یوه سیاسي ځان وژنه ده.
په داسې حال کې چې د پاکستان او سیمې په رسنیو کې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند د ۶۵ کلن مشر عمران د درییم واده راپورونه ساړه شوي و، د نوموړې پخوانۍ میرمنې ریحام خان په تازه څرګندونو په دې اړه بحثونه بیا تاوده کړي دي.
ریحام خان چې په ۲۰۱۵ م کال کې یې له عمران خان سره واده وکړ او تر څه کم یو کال تیرولو وروسته سره بیل او طلاق شول. ډیلي میل بریتانوۍ ورځپاڼې ته په یوې مرکې کې ویلي، له درییم واده او هغه عکسونو سره چې د عمران له درییم واده خپاره شوي د عمران خان هغه خوب له منځه ولاړ چې غواړي د پاکستان لومړی وزیر شي.
ریحام خان زیاته کړې چې د عمران د نوې میرمنې له سره تر پښو پټې جامې د معاصر پاکستان سره ددې پخواني کرکټر د اړیکې د پریکون په مانا دي.
ریحام همدارنګه پر خپل ټویټر د عمران خان د دریمې میرمنې د واده مخ پټي عکس او د نوموړې یو بل مخ لوڅی عکس یو ځای خپاره کړی او ورسره یې لیکلي” زه هغو ښځو ته ډیر زیات درناوی لرم چې چې په شخصي دلایلو حجاب اغوندي، خو هغوی ته نه چې له دې کار سیاسي ګټه اخلي. “
ریحام خان په دې تازه مرکې دا واده او خپاره شوي عکسونه د عمران لپاره سیاسي ځان وژنه بللې او زیاته یې کړې د داسې یوې ښځې په واده کولو چې له سره تر پښو یې په ټیکري کې نغښتې عمران د پاکستان له ډیرو خلکو ځان بیل کړ.
ریحام خان په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د خلکو په وروستي اعتراض او لاریون کې له راټولو شویو خلکو ته په پښتو وینا کوي
نوموړې ویلي په داسې حال کې چې پاکستان د ترهګرۍ د تمویل په خاطر د څار په لیست کې دی، نړۍ پاکستان ته د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په سترګه ګوري او په دې وخت کې چې ددې هیواد یو سیاستوال داسې تصویرونه وړاندې کړي، دا ګټه نه لري.
ریحام خان زیاته کړې، عمران خان ته د طالبانو د خواخوږي په سترګه کتل کیږي، او کله چې څوک دا تصویرونه وګوري نو لا یې په دې خبره باور پخیږي.
د ریحام خان په وینا همدا اوس د پاکستان مدني فعالان او ځوان نسل هڅه کوي څو خپل چارواکي له سخت دریځې مخ اړونې ته وهڅوي.
ریحام خان وايي، په داسې حالاتو کې به د عمران په دا ډول کړنې بیرته سخت دریځۍ ته د خلکو د بلنې په مانا وي او ښايي ځوان پاکستانیان او هغوی چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، د نوموړې له ملاتړه لاس واخلي.
نوموړې زیاته کړې د پاکستان له انتخاباتو درې میاشتې د یو سیاسي مشر لپاره هیڅ ډول واده ګټور نه دی او د یوې دم ګرې او پیرانې سره داسې سیاسي واده خو بیا بیخي په ګټه نه دی.
ریحام خان په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د خلکو په وروستي اعتراض او لاریون کې له راټولو شویو خلکو ته په پښتو وینا کوي
۴۴ کلنې ریحام خان ویلي، د بشرا چې عمران خان ترې روحاني مشورې اخیستې سره واده او بیا په داسې بڼه د هغې وړاندې کول ددې پخواني کرکټر هغه هڅه ده چې غواړي د خلکو په ذهنونو کې د خپلې عیاشۍ تصور په صوفیانه بڼه بدل کړي. خو نوموړې خبرداری ورکړی که چیرې عمران دا هڅه کوي، نو دا هڅه یې کار نه ورکوي او خلک په دې نه شي تیرایستلی.
عمران تر درییم واده وروسته ویلي چې د خپلې نوې میرمن بشرا واتو چې دده پخوانۍ روحاني سلاکاره او پیرانۍ ده له مشورې پرته به هیڅ پریکړه ونه کړي. خو د عمران پخواني میرمن ریحام خان وايي، په داسې څه ویلو هم عمران ثابته کړې چې د پاکستان د خلکو له غوښتنو سره کومه اړیکه نه لري.
ریحام خان چې په لندن کې یې خبرې کولې ویلي، د عمران خان سره د واده پر مهال هم پر دې پوهیده چې خاوند یې بشرا واتو سره چې د پنځو اولادونو مور او طلاق شوې ښځه وه نژدې اړیکې لرلې، خو زیاته کړې یې ده چې دا په ۲۰۱۵ م کال کې کې تر یو کال شریک ژوند وروسته د دوی د طلاق سبب نه و.
ریحام خان همدارنګه زیاته کړې چې عمران له دم ګرې او پیرانې بشر واتو سره د واده د نیټې په اړه هم دروغ وايي. د نوموړې په وینا دوی د جنورۍ په لومړۍ نیټه واده کړی خو اعلان یې تیره اونۍ وکړ.
ریحام خان زیاته کړې” عمران له بشرا سره درې کاله مخکې هغه مهال چې زه یې ښځه وم په تماس کې و او هغه د اعتماد وړ سړی نه دی. زه پوهیږم چې هغوی د جنورۍ په لومړۍ نیټه واده کړی او اعلان تیره اونۍ وکړ. دا هماغه څه و چې ما سره یې وکړل. نوموړې ماسره تر واده دوه میاشتې وروسته د واده اعلان وکړ.“
ریحام خان زیاته کړه ، د تحریک انصاف ګوند مشر د جولای د میاشتې په هغو انتخاباتو کې چې عمران خان په کې ځان صدراعظمۍ ته رسول غواړي د خپلې نوې میرمنې په سلا مشورو ډیر حساب کوي. د ریحام خان په وینا بشرا د عمران خان روحاني لارښوده او پیرانه ده، هغه به ورته وايي چې څه او کله یې وکړي.“
ریحام خان وايي، ورته ویل شوي چې د عمران نوې میرمن به د تحریک انصاف د ګوند د داخلي انتخاباتو نیټه ټاکي او دا به هم پریکړه کوي چې وروسته څه اقدام شوي. چې دې کار له اوس نه د تحریک انصاف ځینې مشران خوابدي کړي.
هغه وايي همدې ښځې چې پخوا هم ورسره عمران اړیکې لرلې ددوی د طلاق نیټه هم تر واده پوره یو کال وروسته د اکټوبر ۳۱ نیټه ټاکلې وه.
ریحام وايي، ما او عمران هیڅ ډول اختلاف نه درلود، تر هغې چې یوه ورځ یې راته میسج وکړ چې بیلیږو او د طلاق نیټه به هم د اکټوبر ۳۱ مه نیټه وي.
هغه وايي له عمران خان سره یې په ځینې ایډیالوژیکو مسلو اختلاف و، خو شخصي ژوند کې یې اختلاف نه محسوساوه.
هغه وايي بشرا یوه دم ګرې او تعویذ نویسه ده او د هر څه لپاره ځانګړې شمیرې او وختونه لري او دا هغه څه نه دي چې په دې پیړۍ کې ډیر پاکستانیان پرې باور ولري.
د نوموړې په وینا د پیرۍ او مریدۍ دا کیسې پخوا ډیرې وې خو اوس ډیر پاکستانیان پر دې شیانو باور نه ساتي.
ریحام خان د بي بي سي د هوا د حالاتو پخوانۍ وړاندې کوونکي، ژورنالیسته او د پاکستان مدني او بشري فعاله هم ده. نوموړې د عمران خان سره تر بیلتون وروسته د پاکستان په بیلابیلو مدني او بشري چارو کې فعاله ده.
ریحام خان په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د خلکو په پراخ تاریخي اعتراض او لاریون کې له راټولو شویو خلکو سره هم برخه واخیسته.